اګست 24, 2019

ننګرهار، روزګان او بامیانو کې ډاکټرانو کار بندیز اعلان کړی

عزم(چهارشنبه، ۲۵ غويي ۱۳۹۸): د ننګرهار د خوږیاڼیو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو روغتونونو ډاکټرانو کار بندیز کړی او ټول روغتیايي مرکزونه یې د اعتراض په ډول تړلي دي.

د روزګان ډاکټرانو هم له نن سهار راهیسې د اعتراض په ډول د ولایتي روغتون مخې ته راوتلي وو او کار بندیز یې اعلان کړی و.

دوی وايي، د کار بندیز لامل یې د پاکو اوبو نشتون، د درملو کمښت، د کار کوونکو لپاره د چاپېریال نه موجودیت، د معاشونو ځنډېدل او کمښت یې د کار بندیز لوی لاملونه دي.

دوی ویل، له لوړپوړیو ادارو سره یې څو ځلې اړیکې نیولي، خو د دوی د غوښتنو پر وړاندې یې بې‌پروايي کوي.

د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ روغتون ډاکټرانو هم کار بندیز اعلان کړی دی.

دوی هم ویل چې معاشونه یې کم شوي او امتیازات یې په وخت نه ورکول کېږي.

دوی وايي، پخوا د یو کارکوونکي معاش ۶۰ زره افغانۍ وو، خو اوس ۱۰ زرو ته ښکته شوی.

Related posts