مې 25, 2019

طالبان: په مناسب وخت کې به پر زندانیانو د روان ظلم غچ واخلو

طالبان: په مناسب وخت کې به پر زندانیانو د روان ظلم غچ واخلو

 

عزم (چهار شنبه،۲۵،غویي،۱۳۹۸)
طالبانو د څرخي پله په زندان کې د دولتي ځواکونو لخوا پر بندیانو د تیرې ورځې برید غندلی او دا یې له ټولو اسلامي او بشري قوانینو څرګنده سرغړونه بللې ده.

طالبانو ټولو بشر پالو ادارو، حقوقي نهادونو او نړیوالو بنسټونو ته جدي خبرداری وکړی چې یا دې د خپل مسئولیت له مخې، دغه پيښه وغندي، په اړه يې د کابل له ادارې څخه وضاحت وغواړي او په راتلونکي کې د بندیانو په اړه د دا ډول ناوړه پيښو د مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي، خو په وینا یې چې که په دې اړه په عملي توګه څه نه شي کولای، “ بیا دې له اسلامي امارت څخه هم په اړوند مواردو کې د مرستې تمه نه لري“
د طالبانو په اعلامیه کې د دې پیښې په تړاو ژوره خواشیني ښوودل شوې او ژمنه ښوودل شوې چې “ په مناسب وخت کې به له متکبر، بزدل او نامرد دښمن څخه د خپلو مظلومو هیوادوالو غچ اخلي. “

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د څرخي پله په زندان کې د بندیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ شخړه کې نږدې ۲۰ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول.
باید وویل شي چې د هیواد په زندانونو کې له بندیانو سره د نړیوالو اصولو، تعهداتو، مکلفیتونو او ژمنو پرخلاف چلند کیږي، حقوق يې نه ورکول کیږي، د ژوند چاپریال يې نامناسب وي، د ناروغو بندیانو علاج نه کیږي، له کورنیو سره د لیدو کتو زمینه پخپل وخت نه ورته برابريږي او په ځينو وختونو کې د جګړو په کرښو کې د شکستونو او ناکامیو غچ له لاس تړلو بندیانو څخه اخیستل کیږي چې د پلچرخي زندان پرونۍ پيښه يې وروستۍ بیلګه وه.

Related posts