اګست 24, 2019

د کابل د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د کابل د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

عزم(چهارشنبه، ۲۵ غويي ۱۳۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، چې د ۸۰۳ کسانو له ډلې ۳۳ تنو ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

«د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو وروستنۍ پایلې اعلان شوې. د دی پایلې پر بنسټ د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاندینیو کسانو تر نورو ډېرې رأیې ترلاسه کړي دي:»

د یاد کمېسیون ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي د کابل پایلو د اعلان ځنډ د رایو لا ډېره څېړنه بولي.

د ولسي جرګې  ټاکنې د تېر لمریز کال د تلې په ۲۸ او ۲۹مه نېټه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د درغلیو ادعا له مخې یې پایلې کابو شپږ میاشتې وځنډېدې.

په بریالیو کسانو کې اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه، خان آغا رضايي، ملا محمد خان احمدي، فدا محمد الفت صالح، احمد جاوید جیحون، میر امان الله گذر، امیرگل شاهین، غلام حسین ناصري، ډاکتر رمضان بشردوست، سید محمد محمدي، الله گل مجاهد، خان محمد وردک، میر افغان صافی، نجیب الله ناصر، حبیب الرحمن سیاف، انورخان اوریاخېل، عبدالرزاق استالفي، توفیق وحدت، زړگی حبیبي، محمد نعیم وردک، حفیظ الله جلیلي، عرفان الله عرفان، عبیدالله کلیمزی وردک، فاطمه نظري، جنرال نظیفه ذکي، شینکۍ کړوخېل، مرسل نبی زاده، فوزیه ناصریار گلدره‌يي، روبینا جلالي، مریم سماء، زهره نوروزۍ او پروین درانۍ بریالي شوي دي.

پرون هم ځینو معتبرو رسنیو د کابل د وروستیو پایلې خبر ورکړی و، خو وروسته د ټاکنو کمېسیون خپور شوی نوملر رد کړ.

Related posts