اګست 24, 2019

ننګرهار کې ګډو ځواکونو پنځه ملکي وګړي شهیدان کړي

ننګرهار کې ګډو ځواکونو پنځه ملکي وګړي شهیدان کړي

عزم(چهارشنبه، ۲۵ غويي ۱۳۹۸): ګډو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په مرکخېلو سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی او پنځه ملکیان یې شهیدان کړي هم دي.

ځايي خلک وايي، د شپې له ۱۱بجو څخه تر سهار پورې بمباري روانه وه، چې ګڼ کورونه یې له خاورو سره خاورې کړي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي بیا وايي، د خوږیاڼیو ولسوالۍ د نکړخېلو سیمې په ګناخېلو کلي کې د ملي امنیت عسکرو پنځه طالبان وژلي دي.

د چارواکو په خبره، په دې عملیاتو کې یې څلور کسه له ځانونو سره وړي هم دي.

د شېرزادو ولسوالۍ څخه د داعش له وېرې د سیمې زرګونه کورنۍ د ننګرهار نورو سیمو ته کډه شوي دي.

Related posts