مې 25, 2019

والي: د ننګرهار په ناامنۍ کې د ولایتي شورا د غړیو لاس دی

والي: د ننګرهار په ناامنۍ کې د ولایتي شورا د غړیو لاس دی

عزم(چهارشنبه، ۲۵ غويي ۱۳۹۸): د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخېل وايي، د ننګرهار په ناامنۍ کې د ولایتي شورا د دوو غړیو اجمل عمر او احمدعلي حضرت لاسونه دي او ډېرې هغه چاودنې دوی ترسره کوي، چې مسوولیت یې څوک نه مني.

نوموړي پر خپل فېسبوک‌پاڼه د وروستیو چاودنو وضاحت هم ورکړی او دغه ډول چاودنې یې د ولایتي شورا د یادو شویو غړیو کار بللی دی.

والي شاه‌محمود میاخېل لیکلي« د ننګرهار د ولایتي شورا مشر ښاغلی احمدعلي چې زیاتره وخت په کابل، دوبۍ او ایران کې وي، زما د درېیو میاشتو ماموریت په دوره کې هیڅکله په ټولنیزو جلسو کې چې د ولس خیر او عزت پکې مطرح وي، لکه د ولایت اوونیزې اداري غونډې، د ولسوالانو سره میاشتنۍ غونډې، د نوې کال او نارنج ګل مشاعره، د معارف ورځ، د دهقان ورځ، د صنعتکارانو نندارتون او داسې نورې غونډو کې برخه نه ده اخستلې. دی که په دې جلسو او غونډو کې برخه وانخلي، د ولایتې ادارې په کړنو به څنګه قضاوت وکړي. دوه درې ځلې چې ننګرهار ته راغلی، د تخریبې کارونو لپاره یې لمن وهلې چې ښې بیلګې یې د سولې د مشورتي لوی جرګې ټاکنو خرابول او د شینوارو د ولسونو تر منځ نفاق او یا ګډوډۍ اچول وو»

دی د اجمل عمر په اړه لیکي، کله چې ورته باج ونه رسېږي او یا یې د کوم مافیايي کار په مخ کې خنډ پیدا شي، نو بیا د ولایتي ادارې پر ضد غږ پورته کړي.

د والي په خبره، په شېرزادو ولسوالۍ کې اجمل عمر غوښتل چې په سیمه‌ییزه اردو کې خپل کسان وګماري؛ خو د مخالفت له امله اوس چاودنې کوي، څو په ولایتي اداره فشار راوړي او د نوموړي غوښتنې ومنل شي.

سوال دا دې چې ولې دی او په ولایتې شورا کې د دې پلوي ښاغلی اجمل عمر په نظامي جلسو کې د برخې اخيستنې لېواله دي؟

«د ننګرهار ولسونو ته پته ده چې زما د راتګ نه وروسته د لعلپورې ولسوالۍ زیاته برخه د چکنور په شمول چې د اختطاف او جنایي جرمونو مرکز و، ونیول شوله. ورپسې ما خپله توجه د تورخم د لاریو مسلې ته کړه چې د کلونو راهیسې د فساد او هم د ډیرو ګروپونو او کسانو لپاره د عاید ښه منبع وه. د لاریو ستونځه حل شوله او ډیرې سوداګر اوس خوشاله دي او د ننګرهار د ګمرک عواید هم زیات شول. په حقیقت کې د ډیرو کسانو د عوایدو سرچینې ختمې شولې.»

والي د هغو کسانو نومونه یاد کړي نه دي، چې په لعلپوره کې تښوونې چا کولې او د ګمرک کومې لارۍ بې له مالیې تللې.

«د شیرازدو مشرانو وعده کړې وه چې د شنبه په ورځ به مونږ ته لستونه برابروي خو د ښاغلي اجمل عمر د کړنو له امله دا پروسه دوه درې ورځې وځنډیدله او پرون ماته د شیرزادو مشرانو یو شمیر لستونه د تذکرو او نورو معلوماتو سره راولیږل. د لستونو په رالیږلو سره، د ښاغلي اجمل عمر او ولایتي‌ شورا محترم ریئس هیلې د ناهیلې سره مخامخ شولې، نو ځکه یې د فرصت نه په استفادي سره په عوض د دې چې د ترورستي ډلو کړنې چې د روژې مبارکې میاشت کې یې بیګناه ملکي کسان شهیدان کړل، وغندي، د ولایتي ادارې پرضد یې کنفرانس ورکړ او په حقیقت کې د دوی دا کار په تبلیغاتي لحاظ د دښمنانو تقویه کول دي. ترڅو چې زه د ننګرهار والي یم، هیڅکله به د اقتصادي انحصاري کړیو سره جوړ جاړې ونه کړم او نه ځه د دوی په فرمایش والي شوی یم.»

د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخېل داسې څرګندونې داسې مهال کړې، چې په دغه ولایت کې چاودنې او شپنۍ چاپې اخېري حد ته رسېدلي دي.

تراوسه د ننګرهار د ولایتي شورا غړیو د والي د دې خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Related posts