د پلچرخي پر تش لاسو بندیانو برید

خط اول:

تېره ورځ (سه شنبه، د ثور ۲۴مه) دا مهال پولیسو په پلچرخي زندان کې پر تش لاسو او مظلومو بندیانو باندې ژوندۍ مرمۍ فایر کولې چې، د کورنیو چارو وزارت په خبره، د څو پولیسو د ټپي کېدو ترڅنګ ۴ بندیان پکې ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. د بندیانو د تلفاتو حقیقي شمېره کېدای شي تر دې هم لوړه وي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو او بندیانو ترمنځ اخ وډب هغه مهال رامنځته شو کله چې پولیسو غوښتل د مخدرو موادو د زندانیانو بلاک وارزوي، خو د بندیانو له مقاومت سره مخ شول. د نښتې رامنځته کېدو لامل که هر څه وي، خو داسې پېښو ته د پولیسو غیرمسؤلانه، او وحشیانه، عکس العمل د غندنې وړ دی.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې پر بندیانو باندې د فایر کېدونکو مرمیو غږونه اورېدل کیږي، او په وینو لړلي ټپي بندیان لیدل کيږي، چې بندیان یې د جامو په ټوټو زخمونه ورتړي.
بندیانو ویلي چې ټپي شوي کسان له تداوي کېدو پرته ورته پراته وو، چې له امله یې د ډېرو روغتیايي حالت نور هم خراب شو.
له بده مرغه، د پلچرخي زندان پر پرونۍ پېښه لا هم د بشري حقوقو ځینو ادارو سترګې پټې کړې، او په دې برخه کې یې خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی.
د د نورو زندانونو په څېر، د هېواد دې ستر زندان کې هم بندیانو ته د هغوی حقونه نه ورکول کيږي.
بندیانو د خپلو دوسیو د نه کتل کېدو، د ناروغانو د نه درملنې، له کورنیو سره د نه ملاقاتونو او د بندیانو د نورو حقوقو د نه ورکول کېدو له امله لسګونه ځله اعتصابونه کړي، او حتی خپلې خولې یې ګنډلې دي.
د بشري حقوقو د ادارو له ټینګار سره سره، حکومت بیا هم د بندیانو د حقوقو په پوره کولو کې ناغېړي کړې، او د پرونۍ پېښې په څېر حرکاتو د مخنیوي هڅه یې نه ده کړې. ملګرو ملتونو د بندیانو د شکنجې په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې حکومت د بندیانو د شکنجه او له هغو سره د ناوړه چلند د مرتکبینو په محاکمه کولو کې پاتې راغلی دی.
دا مهال د هېواد په بېلابېلو پټو او ښکاره زندانونو کې لسګونه زره بندیان لاهم په ناوړه شرایطو کې ژوند تېروي.
د هېواد په زندانونو کې بندیانو ته د هغوی حقوق ورکول د حکومت مسؤلیت دی. خو پرونۍ پيښې ته په کتو تمه نه کیږي چې بندیان دې خپل روا حقوق ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: