اګست 24, 2019

تر جوزا وروسته د اشرف غني د دوام پرسر ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي

تر جوزا وروسته د اشرف غني د دوام پرسر ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي

 

عزم (چهار شنبه،۲۵،غویي،۱۳۹۸)

وروسته تر هغه چې جمهوري ریاست ته ولاړو نوماندانو په یوه پریکړه لیک کې د سترې محکمې هغه پریکړه وننګوله چې له مخې یې تر جوزا وروسته د اشرف غني کاري موده غځول کیږي او په دې برخه کې یې د سرپرست حکومت د رامنځته کیدو لپاره طرحه وړاندې کړه؛ تازه د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د یادو نوماندانو طرحه رد او تر جوزا وروسته یې د غني د کاري مودې پر دوام ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، سرپرست نظام د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې ده او په دې برخه کې د نوماندانو د طرحو منلو نا موجهه دي.
نوموړي د اساسي قانون د تفسیر لویه مرجع ستره محکمه بللې چې په وینا یې د ۱۲۱ مادې پر اساس د غني د واک مودې د غځولو پریکړه هم سترې محکمې کړې ده.

‏بلخوا بیا د اتمر د ډلې نږدې څیره او د اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت د ارګ د ویاند پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې “ ‏ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر مرجع نه ده. په دومره ډاډ ویل چې د اساسي قانون د تفسیر یوازنۍ مرجع ستره محکمه ده، یوازې په قانون د ناپوهۍ اعتراف دی. په اساسي قانون کې یو مهم مشکل همدا دی چې د تفسیر مرجع یې مشخصه نه ده. ۱۲۱ ماده سمه ولولئ.“

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم دا پریکړه ناسمه بللې او زیاته کړې یې ده چې “ زه نه پوهیږم د ۱۲۱ مې مادې کوم بند د قانون د تفسیر اجازه سترې محکمې ته ورکړې ده ؛ په داسې حال کې چې دغه ماده د قانون د څیړنې، د تقنیني فرمانونو د ارزول کیدو، د بین الدول معاهداتو او نړیوالو میثاقونو ته د کتنې او په دې برخه کې د تفسیر واک لري؛ نه د یوه ولسمشر د واک غځولو.“
نوماندانو ګواښ کړی چې تر جوزا وروسته به د هرډول پیښو درامنځته کیدو پړه د ارګ پر غاړه وي ځکه دوی کله هم د غیر قانوني حکومتونو منلو ته تیارنه دي.
ارګ هم په ځوابيه پیغامکې نوماندانو ته خبرداری ورکړی چې تر قانوني مظاهرو وراخوا د هیڅ کوم اقدام اجازه به ورنه کړي

Related posts