جولای 23, 2019

پلچرخي زندان کې د عسکرو په ډزو له اویا زیاتو بندیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلچرخي زندان کې د عسکرو په ډزو له اویا زیاتو بندیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(چهارشنبه، ۲۵ غویی ۱۳۹۸): تیر مازدیګر مهال د کابل په پلچرخي زندان کي د پولیسو او بندیانو ترمینځ هغه مهال نښته رامنځته شوه چې پولیسو تر لفظي شخړې وروسته پر بندیانو د ټوپک شپیلی ورواړوله او ډزې یې پرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چي نښته بندیانو او پولیسو ترمینځ د تلاښۍ پر سر سوې ده چې څلور تنه بندیان وژل شوي، دیارلس تنه بندیان او شل تنه پولیس ټپیان سوي دي.

بلخوا له پُلچرخي زندان څخه یو شمیر بندیانو رسنیو ته ویلي، چي پولیس تل له بندیانو سره بد چلند کوي او دا ځل یې هم تر معمولي خبرو وروسته پر بندیانو ډزي وکړې چې ۱۲ تنه بندیان وژل شوي او له اویا زیات ټپیان دي.

دوی ویلي چې یو شمیر بندیان پولیسو له ځان سره وړي دي چې لا یې هم د مرګ او ژوند هیڅ برخلیک ورته نده معلوم.

بندیان وایي ټپیان په داسې حال کې ورته پراته دي چې نه ورته پټۍ کولی شي او نه یې چارواکي غم خوري چې د اکثرو حالت د اندیښنې وړ دی.

Related posts