مې 24, 2019

غزني کې مشهوره دیني مدرسه نور المدارس فاروقیه وتړل شوه

غزني کې مشهوره دیني مدرسه نور المدارس فاروقیه وتړل شوه

عزم: (سه شنبه، ۲۴ غويي ۱۳۹۸) :د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ کې پرته د نور المدارس فاروقیه په نامه ستره دیني او تاریخي مدرسه، په هیواد او ځانګړو توګه د مدرسې په اړوند سیمو کې د نا امنیو او د ولتي ځواکونو د چاپو له امله تړل شوې ده.

د یادي ادارې له لوري عزم ویب پاڼي ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي،چې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره به مدرسه د استادانو او زده کونکو د امنیت له امله تړلې وي، اعلامیه کې راغلي چې «یاده مدرسه که څه هم یواځي او یواځي د دیني او عصري علومو د زدکړو لپاره د عامو افغانانو په مرسته چلېدله خو له بده مرغه چې تېر تعلیمي کال په جریان کې دوه ځله د حکومتي ځواکونو له لوري چاپې ووهل شوې، او ددې سابقه لرونکي،لرغوني،تاریخي، علمي او روحاني مدرسې پر حریم تېری وشو،د مدرسې د لیلیې اطاقونو او صنفونو ته زیان واوښت ، د درس او تدریس چاري یې له خنډ سره مخ شوې، ډېر ناوړه لا دا چې استادان او لسګونه شاګردان پکې توهین، ووهل شول، بندیان شول او له نورو ډول ډول تکلیفونو سره مخ شول

نور المدارس فاروقیه مدرسه په هیواد او ځانګړې توګه غزني کې یوه له تاریخي مدرسو څخه ګڼل کیږي، چې ګڼ عالمان، د قرآنکریم حافظان او د عصري علومو فارغان یې ټولني ته وړاندي کړي دي .

دا لومړی ځل دی چې د نور المدارس په څېر ستره مدرسه د حکومتي ځواکونو د چاپو له امله تړل کیږي.

دې وروستیو کې دبهرنیو او افغان ځواکونو له لوري ګډو شپنیو چاپو د پام وړ زور اخیستی چې له امله یې د مشرانو جرګې د وینا له مخي ۹۵٪سلنه تلفات ملکي وګړو ته اوړي.

د یادوني وړه ده چې په نور المدارس مدرسه د چاپو وهلو ترڅنګ، په تګاب کې د میا صاحب مدرسه چې حمیدیه مدرسه نومېدله هم د د دولتي ځواکونو له لوري وسوځول شوه.

د نور المدارس فاروقیه مدرسې اداره پخپله اعلامیه کې کاږي، چې یاده مدرسه به د بشپړي سولي تر قائمېدو پوري بنده وي،  په اعلامیه کې په ټول هیواد کې د علمي او تربیوي، بنسټونو په استازیتوب ، د دیني او تعلیمي حلقو، درسګاوو، خانقاوو، مسجدونو او په ټوله کې د دیني شعائرو د توهین ورانولو، بمبارولو او د ناوړه استفادې اجازه هیچا ته نه ورکو .

د ادارې مسؤلینو په پای کې د جګړې له دواړو خواوو غوښتي چې د مسجدونو، مدرسو او تعلیمي بنسټونو له ویجاړولو او دجهالت په تیارو کې دلمت له ساتلو نه لاس واخلي .

د مدرسې د ادارې له لوري عزم ته لېږل شوې اعلامیه له دې ځای څخه ښتکه کړئ

Related posts