اګست 24, 2019

پلچرخي زندان کې پولیسو پر زندانیانو ډزې کړې دي

پلچرخي زندان کې پولیسو پر زندانیانو ډزې کړې دي

 

عزم(سه شنبه، ۲۴ غویی ۱۳۹۸): یوې سرچینې د پلچرخي زندان څخه د امنیتي پولیسو او هلته میشتو زندانیانو ترمنځ دشخړې خبر ورکړی دی.

سرچینه وایي په پيښه  کې تلفات هم رامنځته شوي چې تر اوسه یې دقیقه شمیه نده معلومه، خو امنیتي ځواکونه پدې اړه چوپ دي.

ویل کیږي دا مهال هم ډزې روانې دي او څو تنه زندانیان وژل شوي یو شمیر نور ټپیان دي چې دقیقه شمیره یې نده معلومه.

همدا راز ویل کیږي چې یو شمیر زندانیان د پولیسو د وهلو له امله د بېهوشۍ حالت ته رسیدلي دي.

دا پداسې حال کې دی چې یواځې دوه ورځې وړاندې یو تن سپینږیری بندي چې د فراه ولایت اوسیدونکی وو د اوږدې ناروغۍ څخه وروسته یې د چارواکو د نه پاملرنې له امله ساه ورکړه.

د یادونې وړ دی چې ولسمشر غني له روژې مخکې اعلان وکړ چې د روژې مبارکې میاشتې د تقدس له امله ۱۷۵ بندیان خوشې کوي خو تر اوسه یې یو هم نده خوشې کړی.

Related posts