جولای 23, 2019

’خپلو وسایلو ته د واټساپ نوې بڼه کښته کړئ‘

’خپلو وسایلو ته د واټساپ نوې بڼه کښته کړئ‘

واټساپ له خپلو کارنانو غوښتي چې د یاد سافټوېر تازه ورژن خپلو موبایلونو ته کښتنه کړي.

 واټساپ دا ټینګار د هغو راپورونو تر خپرېدو وروسته کړی چې پکې ویل شوي و یوه اسراییلي شرکت NSO Group د دې کاریال د کاروونکو پر ټلفونونو باندې جاسوسي سافټوېرونه نصب کړي دي.

تر دې دمه لا روښانه ده چې د واټساپ څومره کاروونکي د دې برید هدف شوي، خو کمپنۍ له خپلو کارنانو غوښتي چې ژر تر ژره د واټساپ نوې بڼه خپلو وسایلو ته کښته کړي.

د برېتانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې ویلي هېکرانو د Pegasus په نوم دا جاسوسي سافټوېر د واټساپ د غږیز کال په وسیله، که څه هم ځواب نه وي ورکړل شوی، د خلکو پر ټلفونونو باندې نصب کړی دی.

د نیوزویک امریکایۍ ورځپاڼې په خبره، یاد قوي سافټویر – چې د هېکرانو دې شرکت پر استخباراتي ادارو هم پلورلی – له ټلفونونو د ویډیو او اډیو ثبتولو تر څنګ غږیز پیغامونه، کالونه او لیکلي میسجونه هم لوستلای شي.

Related posts