اګست 24, 2019

طالبانو ولې مقاومت وکړ او نورو تنظیمونو شکست وخووړ؟

طالبانو ولې مقاومت وکړ او نورو تنظیمونو شکست وخووړ؟

د طالبانو کامیابي یوازې تر دې وخته پورې نه ده محدوده، چې له امریکایانو سره یې اوس مذاکرات روان دي، بلکې د دوی کامیابي د دوی له لومړیو شپو څخه ده. هغه وخت چې خپل واک یې پر افغانستان ټینګ کړ او يو حکومت یې تشکیل کړ، جهادي حرکت يې په یوه عملي اسلامي حکومت بدل کړ او سلګونه کلونه وروسته یې په افغانستان کې اسلامي نظام قائم کړ.
په داسې حال کې چې غربيانو فکر کاوه چې ګواکې له مسلمانانو څخه مو د اسلامي نظام فکر او تفکر ختم کړی دی، خو دوی ورته په عملي شکل وښودله چې تر اوسه پورې لا په مسلمانانو کې د اسلامي نظام د راوستلو جوهو شته.
همدا شان شوروي اتحاد یې له افغانستان نه داسې وشاړه چې بیا ګرځېدونکی نه دی او یو دپلوماتیک ټیم یې تشکیل کړ، ترڅو د نړۍ ملکونه په دې قانع کړي چې دوی په رسمیت وپېژني، هماغه و چې دریو ملکونو د هغوی حکومت په رسمیت وپېژاند.
په دې ليکنه کې له دې څخه تېرېږو چې طالبانو په افغانستان کې څنګه حکومت وکړ او دا هم نه يادوو چې خلکو د طالبانو په ضد څومره تبلیغات وکړل، دوی یې وروسته پاتي، سخت دريځي او په ډول ډول نومونو ياد کړل، داسې یو حرکت چې په سخت دریزۍ او تشدد باندې یقین لري. د دې يادونه هم نه کوو چې غربیانو د طالبانو د تحریک اصلي حالت د مطبوعاتو او نړیوالو مجلسونو په مټ څومره غلط منعکس کولو، تر دې چې د ستمبر د ۱۱ پېښې وشوې، نړیوال تجارتي برجونه ونړېدل او د طالبانو تحریک خپلې ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې، مګر له دې ټولو سره سره طالبان بيا هم د خپل سقوط نه وروسته وتوانېدل چې د امریکا متحده ایالات قطر کې د خبرو مېز ته مجبور کړي.
سره له دې چې د امریکا د حکومت واګې له یو سخت دریځي او د ښي اړخ له رئیس جمهور سره دي. او تر ټولو عجیبه دا چې د طالبانو مذاکره کونکي ټیم کې هغه خلک دي چې د امریکا په بندیخانو کې ول او یا داسې مشران دي چې د ترورستانو په نوملړ کې يې نومونه ثبت دي، خو د دوی په هکله د عفوې فرمان صادر شوی او د دوی نومونه د ترورستانو له تور ليست نه ایستل شوي، چې د امریکایانو سره مخامخ د مذاکرې میز ته کښیني.
نو طالبانو څرنګه وکولی شول چې ثابت قدم پاتې شي ؟
او څرنګه يې وکولی شو چې دا ټول جریان کنټرول کړي؟
او د جنګي تکتیک نه وروسته څرنګه دوی سیاسي مانورې زده کړې، چې بیا یې په خپله ګټه وڅرخوي؟
دوی څرنګه وکولای شو چې دافغانستان حکومت څنډې ته کړي او غوښتنه وکړي چې د مذاکرې په میز یوازې له امریکایانو سره کېني، نه د کابل حکومت سره؛ ځکه هغه د سپينې ماڼۍ په لاس د نانځکې حیثیت لري؟
تر ټولو مهمه پوښتنه دا چې طالبانو څرنګه وکولای شول چې مقاومت وکړي؟ په داسې حال کې چې نورو جهادي او اسلامي حرکتونو په اسلامي نړۍ کې ماته خوړلې او ړنګ شوي دي.
په دې مقاله کې د پورتنيو پوښتنو د جوابولو کوښښ کوو.

لومړی : دیني او ټولنیزه غيږه
طالبانو داسې سخت دریز فکر نه و خپل کړی چې پر ځان چاپېره خلک متنفر کړي. دوی له جهادي تنظیمونو سره د دښمنۍ کوښښ نه دی کړی او نه يې هم د تکفیریانو فکر خپله لاره جوړه کړې، چې بیا په هر هغه چا د کفر ټاپې ولګوي چې د دوی د تحریک غړي نه دي. همدا راز د ګاونډيو ملکونو او حکومتونو سره يې هم د دښمنۍ سیاست نه لرلو. د دې نه علاوه د افغانستان دیني او ټولنیز حالت د جهاد د حالت سره یو ځای طالبانو ته شرعي او دیني کومک برابر کړ او د دوی قوي مرسته یې وکړه، چې دغسې حالت نورو اسلامي تنظیمونو ته په اسلامي قلمرونو کې نه و حاصل، د هغوی دیني او ټولنیزه غیږه کمزورې وه.
دوهم : د اوږدې ساه د سیاست کارول او له واقعیت نه ځان خبر ساتل
طالبانو حالات ښه څارل او د حالاتو له څارلو وروسته يې په پوره غور سره ځان خبر ساته، چې له همدې امله لنډې ساه په اوږده ساه څه اثر ونه غورځولو. د دوی سیاسي لیدلوری تنګ نه وه او نه یوازې په مسلح جهاد باندې منحصر وه، بلکې د اصلاحاتو په هر اړخ باندې يې نظر اچاوه، طالبانو په اسلامي ملکونو کې خپلو دښمنانو سره جنګي جبهې خلاصې نه کړې او نه یې ځان په تنظیمي اختلافاتو کې ټوټه ټوټه کړ، سره له دې چې پاکستان د طالبانو په له منځه وړلو کې دخیل و او د طالبانو ډېر مشران یې بندیان کړي و او ځینې یې واشنګتن ته هم تسلیم کړل، چې د دوی په سر کې د طالبانو سفیر ( عبد السلام ضعیف) قرار لري، خو بیا هم د طالبانو مشر ملا عمر له پاکستان سره په بې فایدې جنګ کې د داخلیدو نه ډډه وکړه.
د طالبانو تحریک په اوږده ساه اخیستلو عمل وکړ، دا یې خپله کړنلاره جوړه کړه، چې همدغه سیاست په آخره کې په دې منتج شو چې امریکا ورسره د مذاکرې په میز په داسې حالت کې کېني چې د دوی شرطونه به مني. دغه سیاست نورو جهادي تنظیمونو نه و درک کړی، په داسې حال کې چې نورو تنظيمونو او ډلو که څه هم په نړۍ کې د خلافت اعلان وکړ، خو د خلکو د وژلو په تنګ سیاست یې عمل شروع کړ، پرته له دې چې د راتلونکي په اړه سوچ وکړي.
طالبان د افغانستان په اصلي حالت پوهېدل، د اسلامي او د افغاني امت په دردونو هم پوهېدل، دوی لکه نورو تنظیمونو خپل ځانونه پر افغانانوقیم نه ګڼل او نه يې هم خارجیانو ته اجازه ورکوله چې د دوی په صفونو کې داخل شي؛ ځکه دوی پوهیدل چې د ملت غېږه د طالبانو د پروګرامونو کامیابولو کې رغنده رول لري. نورو تنظیمونو ته ګورو چې دوی په داسې زمکه ښکته شول چې د هغې له جغرافیایي خدوخال او طبیعت نه خبر نه ول، خارجي مجاهدینو ته یي چې په عربي هم نه پوهیدل، اجازت ورکړ چې ځانونه د ملت قیم وګڼي؛ نو په نتیجه کې دوی د ملت غیږه له لاسه ورکړه.
دریم: د دښمنانو نه ډېرول
لکه مخکې یادونه وشوه طالبانو سخت دریځ فکر خپل نکړو چې خلک له ځانه متنفر کړي، جهادي تنظیمونو سره یې دښمني ونکړه. داسې تکفیري ذهنیت یې عملي نکړو، چې څوک د دوی له تحریک سره یو ځای نشي، په هغوی باندې د کفر ټاپه ولګوي. همدا راز د ګاونډیو ملکونو او حکومتونو سره یې دښمني ونکړه، بلکې طالبانو کوښښ وکړ چې له داخلي او سرحدي جنګونو نه ځان لرې وساتي. د افغانستان نه یې بهر ته خپله پښه وانه ړوله، پر دې سربېره يې ټولې جهادې جبهې له ځانه سره یوځای کړې، دوی یې متنفر نه کړل، خپل داخلي اتحاد یې وساتلو او تر اوسه پورې يې هم په جهادي جبهو کې کوم اختلاف راڅرګند نه شو.
د دې برعکس، چې کله د جهاد نورو علاقو ته ګورو، لکه سوریه او عراق، نو هلته وينو چې اسلامي تنظیمونو څخه نورې ډلې جدا شوي او یو له بل سره جنګیږي، یو بل ته کافر وایي؛ نو نتیجه دا شوه چې په ملیونونو خلک مړه یا زخمیان شي او یا هم ګډوډي رامنځته کړل شي، دوی ډېرې زمکې له لاسه ورکړې او جانب مقابل پرې قبضه قایمه کړه.
څلورم: فکري پوخوالی
د طالبانو حرکت په ټولیزه توګه په علمي دودیزو مدرسو باندې متمرکز و، کله چې سیاسي او جهادي میدان ته داخل شول؛ نو په پوخ فکر سره داخل شول، څه انحراف او کج روي پکې نه وه، چې بیا په تکفیري ډله بدله شي او یا دیني افراطیان ځینې جوړ شي او نه داسې تنظیم ترې جوړ شي چې د حکومت او غربي قوتونو تر تاثیر لاندې وي. د طالبانو تحریک په فکري پوخوالي سره له نورو جهادي ډلو او تنظيمونو څخه امتیاز لري، چې نه پکې افراطیت شته او نه فکري ساده توب. په همدې شیانو طالبانو وکولی شول ځان ته یوه کلکه زمکه جوړه کړي او ۱۷ کاله پکې خپلې لاسته راوړنې او داخلي اتحاد وساتي.
د نورو تنیظیمونو حالت بیا په دین کې افراطیت، تکفیري ذهنیت او فکري انحراف و او همدا د دې ډلو لپاره د تهداب خښته وه؛ نو نتیجه یې دا شوه چې ټول سره ټوټې ټوټې شول او ځمکې یې له لاسه ورکړې، آن تردې چې پوره ناکامۍ ته ورسېدل او تجربه يې آخر ته ورسید.
پنځم: د قیادت اهلیت
طالبانو وکولای شول چې له امریکایانو سره د مذاکراتو په میز اول له هغه کامیابیو نه ګټه واخلي چې په خپل مټ یې تر لاسه کړي او په دوهم قدم کې د روس او نورو ملکونو لکه ایران او ترکیه د پاڼو نه هم پوره ګټه پورته کړي.
همدا راز طالبان په دې توانیدلي چې د رهبرۍ او قیادت لپاره مستعد ځوان او تاریخي کدرونه ښه وروزي، اخلاص او نظام ته وفاداري خو پرېږده چې د دوی اساسي نښه ده، بلکه د جنګي او سیاسي مهارتونو تر څنګ په ژبو او تقریرونو کې هم کافي مهارت ولري.
له همدې وجې خو، نه د طالبانو د قیادت خبرې او ویناوې خپلو ماتحتو ته سپکې وي او نه له عاطفه او خیال نه ډکې، بلکې ټولې ویناوې معقولې او په واقعیتونو ولاړې وي. د طالبانو مشرانو خپل جهادي او جنګي حقیقت نه دی هیر کړی، دوی د سیاست تر څنګ هر وخت د جنګ په میدانونو کې هم د خپلو نورو ملګرو سره یو ځای پاتې کیږي، له همدې وجهې نه د مشرانو په نیتونو کې څوک غلط شک کوي او نه د دوی څیرې په تبلیغاتو سره خرابولی شي.
شپږم: جنګي مهارت او سیاسي مانوري
د طالبانو تحریک لکه د نورو تنظیمونوپه شان په جنګ کې ښه مهارت لري، لیکن طالبان بیا په دې ځانګړتیا لري چې دوی د جنګ په تکتیک ښه پوهیږي، سره له دې چې د ستمبر له ۱۱ نه وروسته يې ډېرې سیمې له لاسه ورکړې، خو بیا يې ډیر زر د جنګي تکتیکونو په برکت وکولی شول چې نوموړې سيمې بیرته لاس ته راوړي. دوی په دې ښه پوهیږي چې ستراتیژیک ځایونه څنګه کنټرول کړي، په دې کې ورسره د افغانستان د خاورې د طبیعت پيژندنه هم ډیره مرسته وکړه؛ نو طالبانو وکولی شول چې ډیرې سیمې بیرته لاندې کړي، افغان او امریکایي قواوو ته ماتې ورکړي او مادي زیان ورته ورسوي.
پاتې شول نور تنظیمونه، هیڅ څوک شک نه کوي چې دوی جنګي میدان کې ښه برلاسي ول، خو په داسې حال کې چې دوی او جانب مقابل، چې منظمه اردو يې په تخنیکي لحاظ ډیره پیاوړې وه، يو له بل نه يې ډیر زیات توپیر لرلو، دغو تنظیمونو ته مناسبه نه وه چې له بیړې کار واخلي، خپله کامیابي اعلان کړي او خپل ټول ستراتیژیکي پاڼې میدان ته په یو وار وغورځوي او یو نړیوال حکومت اعلان کړي.
پایله
د دې بحث په آخر کې د نورو جهادي تنظیمونو په ښه نیتونو او اخلاص کې شک نه کوو. د دوی فکر ته شکست نه ورکوو، خو چې څه مو یاد کړل، د جهادي تنظیمونو نقده پاڼه وه. همدا راز یادونه کوو چې یوازې په نیت کې اخلاص د کامیابۍ او اسلامي دولت جوړولو لپاره کافي نه ده، بلکې ضرورت دی چې فکري پوخوالی، سیاسي مهارت، اوږد مهاله ستراتیژیک پلان چې په اږده ساه باندې بنا وي، هم ورسره مل وي. په لوبه کې یوازې وړوکي لوبغالي ته ونه کتل شي، بلکې چارچاپیره سیمه یيزو او نړیوالو کړیو ته هم باید پوره توجه وکړل شي.

Related posts