مې 24, 2019

هند امریکا ته د طالبانو لخوا ورکول کېدونکی ضمانت ’له نږدې څاري‘

هند امریکا ته د طالبانو لخوا ورکول کېدونکی ضمانت ’له نږدې څاري‘

هندوستان ټایمز هندۍ رسنۍ وايي، هند د طالبانو-امریکا مذاکرات او امریکا ته د طالبانو لخوا ورکول کېدونکي ضمانت، چې هیچا ته به له افغانستانه پر نورو هېوادونو د برید اجازه نه ورکول کیږي، له نږدې څاري.

هندوستان ټایمز د خپلو سرچینو له خولې لیکلي، هند ځکه د طالبانو د دې ضمانت په اړه اندېښمن دی چې ”پاکستانۍ جیش محمد او لشکر طیبه ډلې اوس هم په افغانستان کې د طالبانو په څنګ کې جنګیږي.“

یادو سرچینو ویلي، امریکا له طالبانو سره په مذاکراتو کې د تروریزم-ضد ضمانت ته زیاته پاملرنه کوي، چې له مخې به یې القاعده او له دې تنظیم سره تړلې ډلې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کاروي.

”د ملګرو ملتونو د بندیزونو ۱۲۶۷ کمېټې جیش محمد او لشکر طیبه له القاعدې سره د تړلو ډلو په حیث ثبت کړې، او د طالبانو-امریکا لخوا د تروریزم-ضد ضمانت پر دې پاکستانۍ ډلو باندې هم تطبیقیږي.“

د یادونې وړ ده، جیش محمد او لشکر طیبه په هند کې ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.

 

Related posts