اګست 24, 2019

په روژه کې له تندي څخه د خلاصون لاري چاري

په روژه کې له تندي څخه د خلاصون لاري چاري

جبیر افغان

د روژې په میاشت کې ډېر خلګ د تندي احساس کوي په خاص ډول هغه وخت کله چې روژه په ګرمي کې راشي. ځکه چې هغه مهال د ګرمۍ درجه هم لوړه شي، ورځي اوږدې شي او روژه تقریبا تر شپاړس اولس ساعته پوري وغځیږي. کله چې خلګ د خپلو ورځنیو کارونو لپاره وزي نو د ستړیا او ګرمۍ له امله بیا تنده احساسوي. په لاندې څو کرښو کې له تندي څخه د خلاصون ځیني طریقې درسره شریکوم:
• باید چې ډېر تروه او تروش خواړه ونه خوړل شي او همدا راز له ګرمو خواړو څخه باید ډډه وشي ځکه چې ګرم خواړه د انسان له بدن څخه هغه اوبه جذبوي کومي چې د هغه د تندي د وژلو لپاره ګټوري ثابتیږي.
• د پېشلمي پر مهال باید له ډېرو زیاتو خواږو خواړو څخه هم ډډه وشي ځکه چې هغه هم دتندي احساس زیاتوي.
• په روژه کې باید شربت، دلیمبو جوس او شنې چایي ډیر وچیښل شي.
• د هندوانې خوراک باید زیات وشي ځکه چې په هندوانه کې داسي قدرتي اوبه شته چې د بدن د اوبو کموالی پوره کوي او د تندي په له منځه وړلو کې فایده منده ثابتیږي.
• په پېشلمي باید له قهوه او داسي نورو حرارت لرونکو شیانو څخه ډډه وشي ځکه چې دا د ورځي پر مهال تنده جلبوي.
• هغه خواړه باید ډېر وخوړل شي کوم چې پر پوټاشیم مشتمل وي لکه کیله او خورما.
• لږ تر لږه باید یو غاب سلاد وخوړل شي په خاص ډول دي رومیان پکي زیات کړای شي ځکه چې رومیان بدن ته رطوبت وربخښي او د بدن په توانا کولو کې مرستندوی ثابتیږي.
• شیدې باید زیاتي وچیښل شي.
• روژه مات باید لومړی په درو خرماوو او بیا ورپسي یو ګلاس اوبه او یا شیدې وچیښل شي او بیا دي د خواړو تر خوړلو پوري لس دقیقې انتظار وشي چې غوره وقفه یې د لمانځه ده باید لمونځ پکي اداء شي او بیا روژه مات وشي.
• په پېشلمي باید ترکاري او مېوې وخوړل شي ځکه چې دغه شیان هم د اوبو مقدار تر ډېره حده پر خپل حال ساتي.
• له سرو کړو شیانو څخه باید پرهیز وشي ځکه چې هغه ګرم وي.
• له هغو خواړو او مشروباتو څخه باید پرهیز وشي کوم چې پر کاربن باندې مشتمل وي لکه ګازي مشروبات.
په روژه کې مو دغه عادتونه هم له تندي څخه ژغوري:
• په ساړو او سایه لرونکو ځایونو کې کښېنئ ځکه چې هغه بدن سوړ ساتي او د لمر له وړانګو څخه یې ژغوري.
• هوساینه کول او ځان ډېر نه ستړی کول او مناسب خوب کول.
• پېشلمی بیخي وختي نه کول بلکي د سهار په خوا کې کول.
• له هغو ورزشونو څخه ډډه کول کوم چې د بدن توانایي هلاکوي او له امله یې انسان د ستړیا او تندي احساس کوي.
• په یخو اوبو غسل کول.
• پراخي او نرمي جامې اغوستل.

Related posts