اګست 24, 2019

پنټاګان لوړپوړي چارواکي او د کانګرس غړي افغانستان ته له سفر کولو ’منع کړي‘

پنټاګان لوړپوړي چارواکي او د کانګرس غړي افغانستان ته له سفر کولو ’منع کړي‘

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پېټریک شنهان د روان مالي کال تر پایه د پنټاګان چارواکي او د کانګرس غړي افغانستان ته له زیاتو سفرونو کولو منع کړي دي.

امریکایۍ نیوزویک ورځپاڼه وايي، شنهان دا امر د روانې میاشتې په ۷مه په یوه لیک کې کړی، چې دې ورځپاڼې ته په لاس ورغلی دی.

 په لیک کې ویل شوي چې د پنټاګان لوړپوړي چارواکي او د کانګرس غړي باید د روانې می میاشتې له ۱۵مې بیا د سپټمبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې افغانستان ته سفرونه محدود کړي.

پېټریک شنهان لیکلي، ”د دې پالیسۍ موخه دا ده چې افغانستان ته د دفاع وزارت د لوړې-درجې سفرونه په افغانستان کې د مېشتو امریکايي او بهرنیو عسکرو او د افغان شریکانو لپاره په یوه حساسه دوره کې راکم او سره رايوځای شي.“

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند، ډیو بټلر، هم دا ممانعت تایید کړی دی.

د کانګرس د وسله والو خدمتونو د کمیټې یو غړی وايي، پنټاګان عموما په هغو وختونو کې چې زیاته خطره وي منځني ختیځ ته پر سفرونو محدودیتونه لګولي دي.

بلخوا، د کانګرس ځینو ډیموکراټ غړو د دې بندیز مخالفت کړی، او وايي د ټرمپ اداره هڅه کوي د کانګرس نظارت له خنډونو سره مخ کړي.

د نیوزویک په خبره، ښايي د سفرونو دا محدودیت د کانګرس د غړو او پنټاګان ترمنخ ناندرۍ راپورته کړي.

Related posts