اګست 24, 2019

طالبان په يو وخت درې ډګرونه ‌سمبالوي

طالبان په يو وخت درې ډګرونه ‌سمبالوي

 ليکوال:احمد منصور

هو په جګړه کې درې ډګرونه سمبالول او پالل خوارا سخت عمل دى چې هغه ډګرونه په لاندې ډول دي  ١-نظامي ٢-سياسي  ٣-فرهنګي ياتبليغاتي، خو طالبان په ډېرو کمو امکاناتو دغه ډګرونه سمبالوي

نظامي ډګر: هغه ډګر دى چې دې کې به د بريد پلانونه په پوره سوچ او فکر سره طرحه او جوړوې تر څو عام المنفعه ځايونه ﺯيانمن نه شي چې طالبان دې نقطې ته تر ډيره متوجې دي او په هغو ځايو بريدونه کوي چې د اولسي خلکو تګ راتګ بېخي نه وي او که وي هم ډېر کم همدا ډول طالبان د ملکي تلفاتو د مخنيوي ځانګړى کمېسيون لري چې غړي يې په ټول هېواد کې فعال دي د همدغه کميسيون د شتون له برکته د طالبانو لخوا ملکي خلکو ته تلفاتو اوښتو پېښې ډيرې کمې دي.

سياسي ډګر:ﺯما په آند دا ډګر سمبالول د نظامي ډګر له  سمبالولو څخه هم خوارا سخت دى،ځکه بايد د دې ډګر غړي يادیپلوماتان يې پخپلو کارو کې له پوره سوچ او فکر څخه کار واخلي ځکه دوى تر ډېره د يو شمېر هېوادو له مشرانو سره مخ کېږي آن کله کله له دښمنانو سره د مذاکراتو په مېز ناستې راځي هسې نه چې له خولې څخه داسې الفاظ ونه وځي يا څه عمل ترې صادر نه شي چې راتلونکي کې ده ته او تر شا ملت ته يې يو عار او پېغور وي، طالبانو دغه ډګر ته هم په پوره ډول توجه کړې چې له امريکا سره يې شپږ ناستې د دې خبرې ښکارندوى کوي چې طالبان له خپلو  سرو کرښو نه تېريدونکي دي، همدا ډول وخت په وخت له خپلو‌ مشرانو سره مشورې کول او له هغوى هدايات اخيستل د طالبانو د سياسي ډګر د بريا رمز دى.

فرهنګي يا تبليغاتي ډګر: دا ډګر  نړيوال له خپلو لاسته راوړنو، د دښمانانو اصلي چهره نړيوالو ته ښودل، خپل چاپي او رسنيز فعاليت پراخولو او د ليکوالانو او شاعرانو راجلبول کارونه پر غاړه لري تر څو د امت او ملت خصوصا د ځوان کهول د افکارو په تنوير او سمون کې ورسره مرسته وکړي طالبانو هم دغه ډګر ته تر ډېره توجه کړې، د امريکا مشهورې ورځپاڼې روېټريز پرون اعتراف وکړ چې طالبان څو چنده له امريکا او کابل حکومت څخه په تبليغاتي ميدان کې مخکې دي ﺯياته يې کړه د هغوى دوه ويندويان چې د اوسېدو ځاى يې هم معلوم نه دى  دقيق خبرونه رسنيو ته لېګي او د رسنيو يو شمېر پوښتنو ته ځوابونه وايي، رښتيا هم چې همداسې ده، همدا  ډول په سوشل مېډيا کې د دوي د خواخوږو مبارﺯه هم د ستايلو ده دوى ته منسوب ليکوالان  له وخت او حالاتو سره مناسب ليکنې او د شاعرانو شعرونه هغه څه دي چې د دوى د فرهنګي يا تبليغاتي ډګر د بريا رمز ګرځېدلى. 

کابل حکومت کوشش کوي د طالبانو  فرهنګي فعاليت فلج کړي د همدې لپاره  د  طالبانو د شاعرانو او ليکوالانو په نيولو پسې لالهانده دي ځکه دغه طبقې طالبانو ته مفيدې تمامې شوي.

Related posts