جولای 23, 2019

سوداګر: دلاجوردو لار پرانیستل تبلیغاتي بڼه درلوده، حکومت مو ستونزې نه حل کوي

سوداګر: دلاجوردو لار پرانیستل تبلیغاتي بڼه درلوده، حکومت مو ستونزې نه حل کوي

 

عزم (دو شنبه،۲۳،غویي،۱۳۹۸)
د لاجوردو سوداګریزې لارې سوداګر او موټرچلوونکي وایي، د دغې لارې له پرانیستلو څخه حکومت یواځې د تبلیغاتي ابزار په توګه ګټه واخیسته او لا هم د دوی په مخکې ننګونکې ستونزې پرتې دي چې حکومت یې په حل کولو کې هیڅ ګام نه دی اخیستی.

دغه لار چې افغانستان له اروپایي بازارونو سره نښلوي، سوداګر یې وایي؛  موټرې یې ولاړې دي او د وېزې او بورډینګ پاسونو د ستونزو له امله پر لاجوردو لار تګ نه شي کولی.
د دوی په خبره چې ټولو مسؤلو چارواکو ته یې ستونزه وړاندې کړې خو هیڅ کوم لوري ورته اعتناء نه ده کړې.

دغه لار چې څو میاشتې وړاندې د کابل د حکومت مشر اشر فغني لخوا پرانیستل شوه،  یواځې یوځل پرې د سوداګریزو توکو د لیږد چارې ترسره شوې دي.
بلخوا د ګډحکومت چارواکي ستونزه مني، خو زیاتوي چې د دې ستونزې د حل په موخه یې یو لړ هڅې پیل کړې دي.

Related posts