اګست 24, 2019

نن مازیګر د هندوستان د سوداګریز لیګ پای لوبه کېږي

نن مازیګر د هندوستان د سوداګریز لیګ پای لوبه کېږي

عزم(یکشنبه، ۲۲ غويي ۱۳۹۸):  ټاکل شوې ده، نن مازیګر  د افغانستان پر وخت  ۶:۳۰ د هندوستان د سوداګریز لیګ«IPL» پایلوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډنیز سره مخامخ شي.

د هندوستان شل اوریزه سوداګریز لیګ د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې نن د می په ۱۲مه یې پای لوبه ترسره کېږي.

چینای سوپر کینګز هم درې ځلې او ممبی انډینز هم درې ځلې د دې لیګ اتلولي ګټلې ده، چې نن دواړه مساوي ګټونکې لوبډلې سره بیا مخ کېږي.

د سږکال په «ای.پي.اېل» لوبو کې ممبي انډینز درې ځلې چینای سوپر کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او نن هم ډېر امکان لري، چې ممبی انډینز د څلورم ځل لپاره د یاد لیګ اتلولي وګټي.

په ټوله کې ممبي او چینای ۲۹ځلې سره مخامخ شوي، چې ۱۶لوبې ممبي او ۱۱ چینای ګټلي دي.

د ممبي لوبډلمشر روهېت شرما دی، چې د هندوستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی او د چینای لوبډلې لوبډلمشر بیا د هندوستان د ملي لوبډلې تجربه کاره پخوانی لوبډلمشر ایم.ایس ډوني دی.

د سږکال په سیالیو کې درې افغان لوبغاړي راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم ولوبېدل، خو لوبډلو یې پای لوبې ته لاره پیدا نه شوې کړای.

د تېرکال د اې.پي.اېل اتلولي هم چینای سوپر کېنګز لوبډلې ګټلې وه.

Related posts