مې 24, 2019

د امریکا پخوانی دفاع وزیر: د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان بېرته افغانستان نیولای شي

د امریکا پخوانی دفاع وزیر: د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان بېرته افغانستان نیولای شي

د امریکا پخوانی دفاع وزیر وايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمن کېدو یقیني خطره شته.

د امریکا د CBS News له Face the Nation پروګرام سره په مرکه کې، ښاغلي رابرټ ګېټس ویلي، امریکا باید د افغانستان تر پرېښودلو وړاندې یقیني کړي چې افغان حکومت پایېدونکی او ثابت دی.

د نوموړي په اند، د افغان حکومت بقاء د افغانستان د راتلونکې لپاره اړین دي.

ګېټس ویلي، طالبان د افغان اساسي قانون تر چتر لاندې د سیاسي پروسې د برخه کېدو پر ځای ”د افغانستان نیول“ غواړي.

نوموړي همداراز ویلي چې د تېرو ۱۷ کلونو د لاسته راوړنو ساتل او یا پرېښودل د افغانانو خپل کار دی.

رابرټ ګېټس افغانستان له ویتنام او افغان حکومت د ویتنام له حکومت سره، چې هغه مهال یې د اوسني افغان حکومت په څېر د امریکا له لوري ملاتړ کېده، تشبیه کړی دی.

نوموړی وايي، ”د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني سفیر، رایان کراکر، چې تاسې یې ښه پېژنئ، دا [افغانستان] له ویتنام سره تشبیه کړ. هغه وویل، تاسې خپل ځواکونه راباسئ، دا جګړه نه ختموي، بلکې د جګړې ډګر ستاسې دښمنانو ته په لاس ورکوي. زه فکر کوم د [ویتنام په څېر] دلته هم همدا خطره شته.“

Related posts