جولای 23, 2019

سعودي د بهرنیانو د جلب لپاره ځانګړې “اقامې“ جوړوي

سعودي د بهرنیانو د جلب لپاره ځانګړې “اقامې“ جوړوي

 

عزم (یک شنبه،۲۲ ،غویي،۱۳۹۸)
د سعودي کونسل شورا په غوڅ اکثریت رایو سره هغه پریکړه تائیده کړه چې له مخې به یې بهرنیو کاریګرو ته ځانګړې اقامې “جوازونه“ ورکول کیږي.

دغه جوازونه د کفیل سپانسر ته هیڅ اړتیا نه لري او درلودونکي به یې کولی شي په خپله خوښه هر وخت او هرځای ته سفرونه وکړي.
دغه ګرین کارټ “اقامه“ بهرنیانو ته ګڼ امتیازات ورکوي چې له مخې به یې هغوی کولی شي خپل کاروبار ، د ګاډو ، جایدادونو او نورو وسایلو پیر او پلور په آزادانه ډول ترسره کړي.
د دې تر څنګ یې خاوندان خصوصي سکتور کې د دندې موندلو حق هم ترلاسه کوي، په ځانګړي ویزا کارټ د کورنۍ غړي ور غوښتلی شي او د غه راز درلودونکي یې یاده اقامه د هوایي ډګرونو په ځانګړو کتارونو کې هم کارولی شي.

څارونکي د سعودي چارواکو له دې امتیازاتو له ورکړې هدف د بهرنیو  پانګوالو ورجلبول بولي، چې ښایي د پانګوالو له زیات ورتګ سره به دلته بهرني کاروباریان هم ګټه وکړي.
د سعودي کونسل شورا ۷۶ غړو د دغې اقامې ورکول تایید کړي خو ۵۵ نورو یې  مخالفت کړی دی.

Related posts