مې 25, 2019

ویسا:طالبان ویره لري، امریکا به تر مذاکراتو وروسته داعش ډله تقویه کړي

ویسا:طالبان ویره لري، امریکا به تر مذاکراتو وروسته داعش ډله تقویه کړي

 

عزم (یک شنبه،۲۲ ،غویي،۱۳۹۸)

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلو باوري سرچینو پر حواله خبر ورکړی چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اوږدوالی له دې امله دی چې طالبان غواړي ځان پر دې ډاډه کړي څو راتلونکي کې به امریکا د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ نه کوي.

ورځپاڼه وایي، طالبان په ځانګړي ډول له دې زیاته وېره لري چې له سولې وروسته به امریکا داعش ډله وپالي او ملاتړ به یې وکړي.

خبر زیاتوي، د امریکایي ځواکونو له خوا د سولې له خبرو سره همهاله پر ولسي خلکو د بمباریو او شپنیو عملیاتو زیاتوالي هم د داعش ډلې لیکو ته د زیاتو کسانو په جلب کې ونډه لرلې ده؛ چې دا د امریکا دوه ګونی چلند په ډاګه کوي.

ورځپاڼه د مشورتي لویې جرګې وروستی ۲۳ ماده ایز پریکړه لیک هم د داعش ډلې لپاره د ابزاري کمپاین مرموزه هڅه بولي.
د دغه پریکړه لیک په درییمه ماده کې راغلي و “ له اسلام څخه بېلابېل تعبیرونه د جګړې څرګند لامل دی“

ویسا ورځپاڼې د ولسي جرګې د وکیلانو هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي یې وو، د داعش پر وړاندې د جنګیدونکو طالبانو لومړۍ کرښې ډېر ځله د حکومتي او بهرنیو ځواکونو لخوا ځپل شوې او داعش ته د پرمختګ مخه پرانیستل شوې ده

Related posts