اګست 24, 2019

روژه او د آخرت تیاري

روژه او د آخرت تیاري

جبیر افغان

څوک چې له مرګ څخه پر وروسته ژوند ایمان لري هغه پر دې هم باور لري چې دا دنیا تل نه بلکي یوه ورځ فنا کېدونکې ده او آخرت د تیاري لپاره دی چې باید وشي. دلته چې څوک هر څه کري د قیامت په ورځ به یې بیرته ریبي ځکه هوښیار سړی د آخرت په تیاري کې مشغول کیږي کوم چې تل پاتي ژوند دی.

د ابوذر غفاري رضي الله تعالی عنه نصیحت

امام فاکهي رحمه الله په اخبار مکه کتاب کې د ابوذر غفاري رضي الله تعالی عنه یو له پند څخه ډک نصیحت رانقل کړی دی چې یوه ورځ نوموړی د کعبې د چوکاټ سره ولاړ ؤ خلګو چې کله ولید نو شاوخوا ترې راجمع شول. ابو ذر رضي الله تعالی عنه د هغوی لوري ته متوجه شو او ویې فرمایل:ای خلګو! نژدې راشئ د یوه داسي مهربان ورور خوا ته چې تاسي ته نصیحت کول غواړي. خلګ نور هم ورته څیرمه شول او نوموړي وفرمایل:
ای خلګو! کله چې له تاسي څخه څوک د سفر اراده کوي نو د ځان لپاره د سفر په اندازه د ضرورتونو تیاری نه نیسي؟ تاسي د آخرت سفر ته لږ فکر وکړئ چې هغه څومره اوږد دی نو د دنیا د سفرونو په څیر د آخرت د اوږده او ستړي کونکي سفر تیاري هم باید داسي وشي. د کوفې له خلګو څخه یو سړی ولاړ شو او پوښتنه یې وکړه چې ای د رسول الله صلی الله علیه وسلم محترم صحابي! مونږ د آخرت تیاري باید څنګه وکړو؟ ابو ذر رضي الله تعالی عنه وفرمایل چې د سترو او لویو نیکیانو اراده او عزم وکړئ ځکه چې له مړیني وروسته چې کوم امور راتلونکي دي هغه بې انتهاء ستر او خطرناک دي. د حساب ورځ به ډېره اوږده وي نو د هغي ورځي لپاره د سختي ګرمۍ په اوږدو ورځو کې روژې ونیسئ او د شپې په تیاره کې لږ تر لږه دوه رکعته لمونځ کوئ تر څو د قبر له تاریکۍ څخه خلاصون ومومئ. تل ښې خبري کوئ او له بدو خبرو څخه ډډه کوئ. مسکین ته خیرات او صدقه ورکوئ تر څو د قیامت له سختۍ څخه نجات تر لاسه کړئ.

په دنیا کې صرف په دوو کارونو کې خپل وخت مصرف کړئ د حلال رزق په لټون او د آخرت لپاره په نیکي او تیاري کولو کې. له دې پرته چې هر څومره وخت هسي او یا په ګناه کې تېروئ د هغه تاوان به وینئ او له ثواب څخه به محروم کیږئ. هر څه دنیا چې ګټئ هغه خو یا په خپلو او یا د عیالونو په ضرورتونو کې مصرف کړئ او یا په صدقه او خیرات کې. له دې پرته چې یې په هرڅه کې مصرفوئ تاوان به پورته کوئ او له ثواب څخه به محروم کیږئ.

له هغه وروسته ابوذر رضي الله تعالی عنه یوه اوږده سا واخیستل او له درده ډک اواز یې وایست، خلګو پوښتنه ترې وکړه چې دا څه دي؟ نوموړي ځواب ورکړ:مونږ اوږدو اوږدو امیدونو تباه کړو، په دنیا کې د انسان لپاره صرف او صرف دوې زمانې دي تېره شوې زمانه او راتلونکې زمانه. ماضي خو مو له لاسه وتلې ده خو راتلونکې مو په لاسه کې ده مګر په هغه کې هم د دوکه کېدلو زیات امکان شته. که مو خپل راتلونکی د نیکۍ په کار کې مصروف کړ نو کامیاب یاست او خپل هدف مو وموندئ او که یې په بدیو کې تیر کړئ نو زه فکر نه کوم چې له تاسي څخه زیات بدبخت او محروم کس دي بل څوک وي. الله تعالی دي پر مونږ د خپلو نعمتونو لورینه وکړي او نیکي او کامیابي دي زمونږ په برخه وګرځوي.

د امام احمد بن حنبل رحمه الله نصیحت

امام احمد بن حنبل رحمه الله ته یو سړی له خراسان څخه راغلی او ویې ویل چې ای ابوعبدالله! زه تاته د خراسان په څیر له لري پرتې علاقې څخه راغلی یم یوازي د دې لپاره چې له تاڅخه یوه پوښتنه وکړم. امام احمد رحمه الله ورته وفرمایل چې پوښتنه وکړه څه ویل غواړې؟ نوموړي وویل چې بنده د راحت خوند کله څکي؟

امام احمد رحمه الله ځواب ورکړ چې کله چې له مرګ وروسته خپل لومړی قدم په جنت کې کښیږدي. معلومه شوه چې دنیا د عیش و عشرت او راحت طلبولو ځای نه دی بلکي د آخرت لپاره د ځار او خوارۍ ځای دی. دلته باید انسان راحت طلب نه کړي بلکي د آخرت د راحت لپاره باید قرباني وکړي.

سخته ګرمي، مشکل کار او لوږه تنده به وي خو بیا هم باید د الله تعالی فرضي امر روژه ونیول او پر ځای کړل شي ځکه چې د آخرت خواري، ګرمي لوږه او تنده له دې څخه زرګونه کرته زیات دي. د آخرت تنده او خواري د دنیا په مشقت او تنده سره ووژنئ او د الله تعالی له لوري فرض کړای شوي روژې په پوره اخلاص سره ونیسئ.

Related posts