مې 24, 2019

ګلبدین نائب په لومړنۍ لوبډلمشرۍ کې بریا خپله کړه

ګلبدین نائب په لومړنۍ لوبډلمشرۍ کې بریا خپله کړه

عزم(شنبه، ۲۱ غويي ۱۳۹۸): د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه افغانستان د دوو منډو په توپیر وګټله.

د پرونۍ لوبې پچه سکاټلنډ وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې یې افغان لوبډلې ته د ۳۲۶منډو هدف کېښود.

که څه هم هدف لوړ و؛ خو افغان لوبډلې هدف ته ځان نږدې کړی و، چې د باران له امله لوبه ودرېده.

افغان لوبډلې د درې لوبغاړو په زیان په ۴۴.۵ اورونو کې ۲۶۹منډې کړې وې، چې له سکاټلنډ دوه منډې مخکې وو.

وروسته لوبله د ډیکورټ لویس«DL» مېتود پر بنسټ بریا افغانستان ته ورکړل شوه.

رحمت شاه ۱۱۳، حشمت الله شهیدي۶۰ناسوځېدلې، شهزاد محمدي ۵۵، اصغر افغان ۲۲ ناسوځېدلې او حضرت الله ځاځي ۱۲ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې لوبډلمشر ګلبدین نائب ۳، حمید حسن ۲ او افتاب عالم هم دوه سکاټلنډي لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ لومړۍ لوبه هم د ورښت له امله بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

رحمت شاه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو

تراوسه د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ ۱۴ یو ورځنۍ لوبې شوي، چې اته یې افغانستان، ۴ یې سکاټلنډ او دوه یې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

افغان لوبډله د راتلونکې نړیوال جام مخکې دوه نورې لوبې له ایرلینډ او دوه ازمایښتي سیالۍ له پاکستان او سویلي افریقا سره هم لري.

Related posts