اګست 24, 2019

د دوحې مذاکرات کوم لور ته روان دي…!؟

د دوحې مذاکرات کوم لور ته روان دي…!؟

لیکوال: نعمت میوند

د رواني میلادي/ مئ میاشتي پر لومړۍ نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکایی او طالب پلاوي ترمنځ د شپږم پړاؤ خبري اتري په داسي حال کې پیل شوي، چې تر وړاندي یې یو بل ته اخطاري ټویټونه هم سره تبادله شول، خلیل زاد ولیکل، طالبان باید وسلې پرځمکه کښیږدي. ذبیح الله مجاهد یې په ځواب کې ولیکل، خلیلزاد دې له دې خوبونو تیر شي، طالبان وسلې ایښودلو ته تیار نه دي، په وینا یې د دې غوښتنې پرځای دې خلیل زاد، امریکا د خپلو ځواکونو ایستلو ته قانع کړي. چې بیا یې په ځواب کې خلیلزاد نرم ټویټ وکړ او ویې لیکل، امریکا هم د سولې لپاره وسلې ایښودلو ته تیاره ده.

نن مازدیګر د مئ میاشتې پر 9مه نیټه ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د شپږم پړاؤ دا مذاکراتي مجلس پای ته ورسید. نوموړي خوشبیني ښودلي وه چې ګویا پر دوو مهمو موضوعګانو چي یو یې د امریکايي سرتیرو ایستل او بل د افغانستان د خاورې د بل چا پر ضد نه کاریدل دي؛ پرمختګ کړی دی.

دا چې دا پروسه اوس کوم لور ته روانه ده؛ او ولي دومره وروسته او مخ ته کیږي؛ په داسي حال کې چې هیوادوال څومره ورته تږي دي؛ په اړه به یې د ځنډ او خنډ څو عوامل د ترلاسه شويو مالوماتو په رڼا کې درسره شریک کړم:

د ځنډ او خنډ عوامل یې:

څرنګه چې دا مذاکرات د بندو دروازو ترشا روان دي، په اړه یې هیڅوک مالومات نلري، د رسنیو له لاري فقط دومره خبریږي چې د مذاکراتو بل پړاؤ پیل شو او بل پړاؤ یې پای ته ورسید. خبري وخت ډېر اخلي خو پرمختګ پکي لږ ترسترګو کیږي، د دې څو عوامل کیدای شي:

1 – طالبان لکه څنګه چې په جګړه کې پرشا تګ نه مني، داسي ښکاري چې په سیاسي ډګر کې یې هم نړیوالو ته روښانه کړه چې له خپل موقف نه به هیڅکله شا ته نشي. په داسي حال کې چې امریکا غواړي ځان ته یوه داسي د اوړو پوزه جوړه کړي چي نړیوال ورته “ماتې خوړلې امریکا” ونه وايي. همدا لامل دی چي مذاکراتي مجالسو طول پیدا کړ.

2 ــ د طالب او امریکا ترمنځ مذاکرات داسی نه دي لکه د حاکم او محکوم، چې تنها د زورور خبره به منله کیږی، د کابل حکومت او امریکا ترمنځ هم د امنیتی تړون پرسر خبري وشوي، خو هغه څه پکي لاسلیک شول، څه چې یوازي امریکا لیکلي وو، د کابل ادارې ته یې نه وخت ورکړ او نه یې د نظر څرګندولو اجازه. مګر له طالب سره د خبرو اترو مسئله کاملاً متفاوته ده، ځکه یې پرمختګ ورو دی.

3 – دا چي طالبان له یوې خوا د خپلو اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو په رڼا کی پریکړي کوي، خو بل پلو د امریکا او نړیوالي ټولني له نورمونو سره د ټکرونو د مخنیوی په لټه کې هم دي، چې دا نو یوې منځنۍ لاري ته اړتیا لري او دا منځنۍ لاره را ایستل آسان او د لږ وخت کار نه بريښي.

4 – بله مهمه خبره دا ده چې مذاکراتي لوري که څه هم هر څومره واکمن او باصلاحیته وي، خو بیا هم مجبور دي چی وخت په وخت خپل پرمختګونه او چیلنجونه له خپلو مشرانو او اړونده مراجعو سره شریک کړي او له هغوی نه هدایات ترلاسه کړي.

5 – له دې نه پرته داسی ټکي هم شته چی طرفینو ته سره خطونه دي، مثلا: طالبان دا نه مني چي د ترهګر یا ټروریست ټکی، چي تراوسه یې ټول منلی تعریف نه دی شوی؛ په مسوده کی په همدې نامه ځای کړي، هو د یوې معلومي ډلي نوم اخیستلای او په اړه یې د شرعي اصولو په رڼا کې موقف اعلانولای شي، خو طالبان وایي چې په دې اړه د امریکا خود ساخته تعبیرات نشي منلای.

6 – طالب لوری هڅه کوي چې داسی څه په مسوده کې ځای کړي چې په راتلونکي کې هم د امریکا د مداخلې مخه ډب کړي. د طالبانو یوې سرچینې وویل: چې دغي مسئلې له موږ نه ډېر وخت واخیست چې په جانب مقابل باندي په مسوده کې دا ډول عبارات ومنو.

7 – دا چې راتلونکی نظام به اسلامي وي، په کوم او د چا په تعبیر؟! دا هم هغه مسئله وه چې د وخت اخیستلو سبب شوه.

8  – له امریکايي لوري سره په مسوده کې په شد او مد دا خبره ځایول چې د دوی ټول ائتلافیان، اتحادیان او قرار دادیان، به د مسودې پابند وي، د طالب سرچینې په وینا دا د امریکايي لوري لپاره ترټولو ستر کار و چې ډیر وخت یی ونیو، ځکه چی امریکا هم مجبوره وه ترڅو خپل ائتلافیان په اعتماد کې کړي، او وکالت ترې واخلي چې په همدې موخه یې ډیري دروازې وټکولي.

9 – د مذاکراتي پروسې نه باخبري سرچینې وویل، چې ترټولو مهمه خبره د امارت نوم و چي دا د امریکايي لوري لپاره خورا تریخ غړپ و چې بالآخره یې مجبورًا ومانه، البته په پوښ کې.

10 – په مجموع کی یو قانوني لاسوند او مسوده تیارول او د عمل میدان ته را ایستل، او بیا یی بند پر بند له خپل سرسخت جانب مقابل سره چني وهل؛ طبعاً د ورځو یا اونیو نه؛ بلکې د میاشتو میاشتو کار دی.

د کتونکو ارزونه:

‏ ځیني کتونکي فکر کوي چې د مذاکراتي پروسې د ځنډ او خنډ علت دا هم دی چې امریکایان د مذاکراتو تر څنګ یوه بله نا اعلان شوې ستراتیژي هم پرمخ وړي، هغه داچې دوی هڅه کوي چې د شدید ‏بمبار، شپنیو چاپو او وحشت له لاري یا خو طالبان د سنګرونو څخه پر شا کړي او یا یې هم د ‏مذاکراتو پر میز تر فشار لاندي ونیسي.

خو د کتونکو له نظره دا کار ځکه غیر منتج ثابت شوی چې د دې لپاره هم امریکا د ټرمپ د وروستۍ جنګي ستراتیژۍ په سلسله کې یو ضرب ‏الاجل ټاکلی و چي په هغه ټاکلي وخت کي یې هیڅ کومه ملموسه نتیجه ترلاسه نه کړای شوه، نه یې طالبان له سنګرونو شاته کړل او نه یې د مذاکرې پر میز تر داسي اغیز لاندي راوستل چې خپلو غوښتنو منلو ته یې اړ کاندي،

برعکس د دغه وحشت له امله ‏هم په نړیواله کچه او هم په کورنۍ برخه کي له فشارونو سره مخ شول، په مخالفت کې یې د اکثریت ږغونه راپورته شول، په افغان ولس کې کرکه نوره هم ورسره سِوا شوه، او په مقابل کي یې جهادي مقاومت په اوتومات شکل، نور هم د ولسي ملاتړ له پلوه غښتلی شو، نو د دغه څرګند تاوان له کبله امریکایي چارواکي اوس مجبور دي چي د مسئلي اصلې او چټک حل ته به هرومرو غاړه ږدي.‏

ځکه چي نور د بې ګټي نظامي فشار لپاره مالي او ځاني مصارف کول بیځایه هڅه ده، او چټک حل ته به یې ځکه ترجیح ورکړي چې امریکا نوري نړۍ ته ځان داسي نشي ښودلای چي ګویا د امریکا په اند د (طالب) په شان یو کمزوري جهت سره په میاشتو میاشتو توافق ته نشي رسیدلای.‏

نو دې ته په کتو سړی ویلای شي چې ښایي امریکایان نور د وحشت له دغه آپشن نه تېر شي، کوم چې یې د ضمني ستراتیژۍ په بڼه د مذاکراتو ترڅنګ روان کړی و، او د مذاکراتي پروسې د ځنډ یو بل عامل ګرځیدلی و.
له همدې ځایه ده چې د مذاکرې د شپږم پړاؤ له پای ته رسیدو څخه طرفین خوشبیني څرګندوي که څه هم د مذاکراتو په جزیاتو د نا خبرتیا له امله په ولس کې یو ډول مایوسي محسوسیږي.

پای…………!
نعمت میوند
2019- 5- 10

Related posts