غزني: د طالبانو په برید کې تر شلو ډیر سرتیري وژل شوي

 

عزم (پنج شنبه،۱۹،غویي،۱۳۹۸) له غزني ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایی چې طالبانو دغزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند “مشکي اوخالوخیلو“ سیمو کې د ملي اردو پر کاروان بریدونه کړي چې په زیاته کچه ځاني او مالي زیانونه یې ور اړولي دي.

امنیتي سرچینې له دقیق شمیر څرګندولو پرته وایي، په سیمه کې څو ساعتیزه نښته د دې لامل شوې چې ګڼو سرتیرو ته په کې مرګ ژوبله واوړي.

طالبانو ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د ملي اردو ۲۳ تنه عسکر وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.

طالبانو د ۸ پوځي وسایطو د لمنځه وړلو سربیره د ګڼو مهماتو د نیول کیدو ادعا هم کړې ده.

د ملي دفاع وزارت او د غزني د ولایت مقام تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close