اګست 24, 2019

«پروسږکال د ۱۷سوو د سوري زړه ناروغانو درملنه شوې ده»

«پروسږکال د ۱۷سوو د سوري زړه ناروغانو درملنه شوې ده»

عزم(چهارشنبه، ۱۸ غويي ۱۳۹۸): د سره صلیب اداره وايي، تېر کال یې د ۱۷۴۲ د سوري زړه ناروغانو درملنه کړې ده.

د سره صلیب سکرتر جنراله نېلاب مبارز په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله د زړه ناروغۍ د درملنې د روغتونونو شمېر د هېواد دننه او بهر کې له ۴ څخه ۹ته لوړ شوی دی.

د مبارز په خبره، تېر کال یې ۱۱۱۴جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي، چې ۵۷۶ د عسکرو او ۳۸ د طالبانو وو.

دې وویل، سره صلیب د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ۳۹۲۸۰۰۰ کسانو ته یې روغتايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

نېلاب مبارز داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له تېرو څو اوونیو راهیسې طالبانو د سره صلیب کارونه په ټپه ودرولي دي.

تېره ورځ په قطر کې د سره صلیب مشر له طالب مشرانو سره هم لیدلي وو.

Related posts