چابهار بندر: د هند او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه دریدلي

 

عزم (چهار شنبه،۱۸،غویي،۱۳۹۸)

چاوراکي وايي، د چابهار بندر تر پرانيستې وروسته د هند او افغانستان ترمنځ د دې بندر له لارې یوازې یو ځل صادرات او واردات شوي دي او نور دا لړۍ په ټپه دریدلې.

له دغه بندر څخه  د سوداګریزو توکو په برخه کې چې د تیر ۱۳۹۷ د کب په میاشت کې افغان توکي هند ته ولیږدول شول،  تر اوسه بیا کوم نوښت نه دی راغلی او دا پروسه د نامعلومو دلایلو له مخې بنده شوې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی د دې خبر د پخلي تر څنګ وایی چې “ په چابهار بندر کې تخنیکي امکانات نه‌شته، سکنر نه‌شته، د مالونو د طی مراحلو لپاره شرایط سخت دي، په مالونو ډېر وخت تېرېږي او کومې ژمنې چې ایران، هندوستان او افغانستان‌ یې کوي، نه‌ عملي کېږي.“

سوداګرۍ خونه وایي، که څه هم د دریو واړو هیوادونو مشرانو د دغه بندر د لاتقویې په موخه ګڼې ژمنې کړې،  خو لا هم کوم عملي بڼه نه لري.
بلخوا بیا د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس نصرالله زهیر هم د سوداګریزو توکو د نه لیږد پخلی کوي خو د لامل په هکله یې وایي چې د افغان سوداګریزو توکو د کمښت له امله د صادراتو لړۍ په ټپه دریدلې ده.

په همدې حال کې د سوداګراۍ او صنایعو وزارت بیا پر دې مسیر د صادراتو او وراداتو د توقف په هکله له څه ویلو ډډه کوي خو وایي چې د دریو واړو هیوادونو مشران د یاد سوداګریز بندر پراختیا ته ژمن دي.

تر اوسه د دغه بندر له لارې ۳۰۰ ټنه واردات له هندوستان او ۸۰۰ ټنه صادرات همدغه هیواد ته شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: