اشرف غني د امریکا په غوښتنه اسلام آباد ته سفر کوي

 

عزم (چهار شنبه،۱۸،غویي،۱۳۹۸)
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د اشرف غني او عمران خان ترمنځ لیدنه د امریکا په غوښتنه تر سره کیږي او هدف دا دی تر څو د دواړو لوریو تر منځ د اختلافاتو کنګل مات شي.

که څه هم اشرف غني د خپلې واکمنۍ پر مهال د اغزن تار تیرولو په ګډون ګڼ شمیر امتیازات اسلام آباد ته منلي،  خو بیا هم ظاهراً د دواړو لوریو تر منځ څه ناڅه رسنیز اختلافات شتون لري.

د پاکستان ډي نیشن ورځپاڼې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې امریکا له افغان او پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې خپلې اړیکې ښې کړي او  تمه ده د دواړو هېوادونو د مشرانو پلان شوې لیدنه د همدې غوښتنې له مخې وشي.

امریکا داسې مهال دواړه مشران سره کینوي چې  د عمران خان وروستیو څرګندونو د کابل توند غبرګونونه له ځانه سره درلودل او د مؤقت حکومت په ګډون د هغه ځینې خبرې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وبلل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close