جولای 23, 2019

محمد حسن حقیار: فرمایشي غونډې ته د لويې جرګې نوم ورکول بې انصافي ده

محمد حسن حقیار: فرمایشي غونډې ته د لويې جرګې نوم ورکول بې انصافي ده

د سولې فعال او سیاسي شنونکی ښاغلی محترم قاضي محمد حسن حقیار صاحب ښه راغلاست!

د لومړۍ پوښتنې په توګه؛ حکومت ولې د قطر له بین الافغاني غونډې لویې مشورتي جرګې ته لیواله وو او آیا څه یې چې غوښتل ترلاسه یې کړل.؟

حقیار: ډیره زیاته مننه ؛
دافغان سولې په اړه په نړیواله اجماع اودامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې په مخامخ خبرو کې د ډاکټرغني دحکومت تجرید ، په مسکو کې له طالبانو سره دافغانستان د اوسني او دکرزي دحکومت د مهمو لوړپوړو چارواکیو، د افغانستان دسیاسیونو ، له طالبانو سره دجنګېدلو ګوندونو او ډلو د مشرانو مخامخ ناستې او ښې پایلې افغان حکومت نهیلی او منزوي کړ، ټاکل شوې وه چې په دوحه کې به یوه لویه بین افغاني ناسته جوړېږي خو حکومت ته پکې دحکومت په توګه دناستې بلنه او ارزښت ورنکړل شو حکومت هم په ګڼو پلمو او دسیسو دا ناسته سپوتاژ کړه او دسولې ددې ټولو هڅو دمخنیوي او پر وړاندې یې دخنډ او ځنډ جوړولو لپاره د سولې دلویې مشورتي جرګې ډرامه جوړه کړه.
حکومت دې جرګې ته دخپلې خوښې خلک راوبلل موخه یې داوه چې ددوی له خولې هماغه خبرې راوباسي چې حکومت یې غواړي چې ترډېره همداسې وهم شول .
دحکومت لویه موخه داوه چې ددې جرګې له لارې ځان له سیاسي انزوا وباسي اونړیوالو ته دا واوروي چې دافغان کړکیچ مهم افغان اړخ همدا حکومت دی او طالبان باید له همدې حکومت سره خبرې وکړي. دانورې خبرې لکه داساسي قانون ساتل ، دښځو حقوق ، د ازادۍ دبیان خوندې کېدل او یا نورې سرې او شنې کرښې هسې داصلي موخې د رانغاړلو لپاره فیګورونه و که نه حکومت پخپله دې یوه ارزښت ته هم ژمن ندی او سل ځله یې ترې غاړه غړولې ده .

عزم: له لویې مشورتي جرګې سره د سیاسي مشرانو، اپوزیسیون، مدني بنسټونو او نورو لوریو پریکون څومره د جرګې پر فضا سیوری غوړولی ؤ او د دوی له شتون پرته یې خپور شوی پریکړه لیک کوم حقوقي ارزښت لري؟

حقیار: وسلوال طالبان خو پرېږده آن دحکومت دنیمې برخې (اجرائیه ریاست ) په شمول ددې نظام غوڅ اکثریت مهمو چارواکيو ، ملاتړو او بنسټ ایښودونکیو ، دګوندونو مشرانو ، جهادي ډلو او مدني ټولنو له دې ناستې سره پریکون اعلان او عملي کړ ځکه دوی یې له موخې خبر و او دجرګې ډېر غړي هم دحکومت مامورین او پټ او ښکاره ملاتړي و چې ډېر یې بې تجربې ځوانان او دهیواد له حالاتو ناخبره خلک و داسې ښځې هم ورته راغلې وې چې نن په سبا وې او درېو یې همدلته ولادتونه وکړل، مقاطعه کوونکیو ویل چې داسې فرمایشي جرګې ته دلویې مشورتي جرګې نوم ورکول بې انصافي ده نو دوی ونه غوښتل چې په خپل ګډون او حضور دې نامشروعې ناسې ته مشروعیت ورکړي او صبغه یې ښه شي .
دافغانستان په اوسني اساسي قانون کې هم ددې ډول جرګو تعریف اوځای نشته نوطبعي ده کله چې داډول جرګه له اساسي قانون سره په ټکر کې وي او دملت دمهمو استازو او مشرانو له دومره غوڅ پریکون سره هم مخ شي نوپرېکړې یې نه قانوني جواز او نه قانوني مشروعیت لري .
حکومت دبیان ازادي خپله سره کرښه بولي اودې جرګې پخپل پرېکړه لیک کې هم دا ټکی ځای پر ځای کړی دی خو پخپله په همدې جرګه کې دبیان ازادي زندۍ شوه ، داجرګه له ګڼو سانسورونو سره مخ او رسنیو ته یې دانعکاس اجازه ورنکړل شوه . دکمېټو ډېرې سپارښتنې په پرېکړه لیک کې رانغللې مثلا ډېرو کمېټو دشپنیو چاپو کلک مخنیوی غوښتی و او ډېرو دملګي وګړیو وژل غندلي و خو دلته دایو ټکی هم رانغی .

عزم: طالبانو جرګه دسیسه وبلله ګډون یې په کې رد او له خلکو یې هم د نه ګډون غوښتنه وکړه؛  وروسته د دارالانشاء مشر له کومو شواهدو پرته ادعا وکړه چې ګواکې طالبان ورغلي و ؛ آیا دا څرګندونې واقعیت لري؟  که ځواب  نه وي؛  نو دا د سیاسي مشرانو او طالبانو تر منځ د بې باورۍ د رامنځته کیدو هڅې دي او که نور څه اهداف په کې نغښتي و . او که هو؛  وي ، ولې یې څیرې یا لږ تر لږه نومونه بربنډ نه شول؟

حقیار: ما له افغان نیوز تلویزیون سره په مرکه کې هم داوودزی صاحب وګواښه چې که رښتیا په دې جرګه کې طالبانو ګډون کړی وی نو ته خو یې دیو نوم او عکس له رسنیو سره شریک کړه ، ماورته وویل چې په دوحه کې چې دپګواش په ناسته کې دنړیوالو، د افغان حکومت دلسګونو استازو او زما په حضور کې تا له طالبانو مخامخ بخښنه وغوښته نو پدې ناسته کې هغه کوم طالب مشر ناست وچې تاترې بخښنه غوښتې ده ؟
رښتیا هم دا هم داد طالبانو ترمنځ دبې باورۍ د پیداکولو او دجرګې د مشروع ښودلو ناکامه او طفلانه هڅه ده ، طالبان اوس په سیاست کې دومره پاخه شوي چې امریکا او نړۍ ورته ګوته په غاښ ده نو پدې چلونو نه تېروځي او نه پر خپلو ملګرو بې باوره کېږي.

عزم: د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د نظر له اختلاف سربیره مخته ځي،  له دې خبرو څه هیلې شته او آیا د امریکایي ځواکونو بشپړ وتلو ته به لار هواره کړي؟

حقیار: امریکا او دناټو په شمول نور متحدین یې په افغانستان کې مات دي او چارواکیو یې رسماٌ دا ماته منلې هم ده . د امریکا او ناټو ترمنځ اختلافات هم ډېر شوي دي . اوس دا خبره جوته ده چې امریکایان دبېلابېلو دلایلو له مخې له افغانستان څخه پښې سپکوي او ځانته دخټو پوزه ايښول غواړي نو زه د روانو مذاکراتو پایلو ته هیله من یم ، د مذاکرې دواړو خواوو ( امریکا او طالبانو ) څو ځله رسما دمذاکراتو دبریا زیری ورکړی دی او زما استراق السمع هم وايي چې خبرې بریالۍ روانې او آن نهايي شوي دي ، ښايي افغانان ډېر ژر دا زیری واوري چې یو کال وروسته به نور وسلوال امریکایان او ناټو په افغانستان کې نه وي

عزم: وړمه ورځ پاکستان په خوست کې ملکي اهداف په نښه کړل،  حکومت یې پر وړاندې هیڅ غبرګونه ونه ښوود؛ ولې ګډحکومت د اغزن تار په ګډون د پاکستان د ټولو تحرکاتو پر وړاندې مرموزه چوپتیا ښکاره کوي؟

حقیار داچې حکومت ته به امریکا دسکوت امر کړی وي، لکه فاروق وردګ چې وویل خپله به یې له پاکستان سره سودا کړې وي او که بې تفاوته به وي هرڅه چې دي خو پایله یې داده چې ددې حکومت په شتون کې پاکستان ډېر هغه څه ترلاسه کړل چې په لسګونو کلونو کې یې دترلاسه کولو تمه نه درلوده. مثلا پر ډيورنډ اغزن تار غځول ، پښتني قبایل دپاکستان له خاورې سره یوځای او دپاکستان دقانون تابع کول ، پر افغان خاوره زرګونه راکټونه راتوغول ، دپخواني پروتوکول پر خلاف له ویزې پرته پاکستان او آن پېښور ته څوک نه پرېښودل ، دافغانستان خاورې ته دپاکستان لسګونه کیلو متره راننوتل اوپردې ټولو تحرکاتو دافغان حکومت مرموز او مرګونی سکوت، دپاکستان پر وړاندې دومره تواضع یا سرټيتی چې دفوځ دمشر دفتر ته دی یو ولسمشر ورځي او ګڼ نور.
دخوست په پېښه خو حکومت په کابل کې دپاکستان شازدافیر را احضار کړ خو تش احضارول اوبېرته ستونزه هېرول څه ګټه لري ؟

عزم :پر ولسي افغانانو بمبارۍ او شپنیزعملیات په بیساري ډول زیات شوي؛ زیاتره مواردو کې حکومت ولسي افغانان هم طالبان بولي،  آن کله چې امریکایانو یې له امله بښنه هم غوښتې وي؛  لامل یې څه کیدای شي؛ پر خلکو د زیات فشار هڅه ؛ که امریکا ته د وفادارۍ د نغد ثبوت ورکړه او که؟ 

حقیار: دملګرو ملتونو او دبخښنې دنړیوال سازمان موندنو هم دا تائید کړه چې افغان حکومت او امریکایانو پدې وروستیو کې ډېر بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي . داسې ښکاري چې دملکي وګړیو وژنه دځینو ځانګړو دولتي ځواکونو چې تمویل یې مستیما امریکا کوي دپلان یوه برخه وي ځکه دا کار ډېر زیات تکرار شو او حکومت یې نور هېڅ توجیه کولی نشې ، هره ورځ اورو چې په یو ولایت کې خلکو د ولسي وګړیو هغه جسدونه پر اوږو ايښي او سړکونو ته راویستي وي چې امریکایانو او دولتي ځواکونو وژلي وي . وايي چې: (( زور مې پر تا نه رسېږي مړ به دې ابا کړمه )) له مظلومو او تش لاسو ملکي وګړیو دخپل مقابل اړخ غچ اخستل ناځواني ده .
دا کار ولس دحکومت پر وړاندې راپورته کوي او دحکومت دمخالفینو صفونه پیاوړي کوي او که طالبان هم دا کار وکړي نو په ولس کې منزوي کېږي او ګټه یې حکومت ده .

 
عزم: په پای کې مو د رانوحالاتو په باب ځوانانو ته څه توصیه ده چې څه باید وکړي؟

زما توصیه ټولو ته داده چې دسولې لپاره کار وکړي ، له سولې پرته بله هره لاره اوږده او اغزنه ده ، هرطرف ته دې یې د وزن او حیثیت په اندازه ونډه ورکړل شي، دنورو د چورلټ تجرید او انزوا فکر دې پرېښودل شي ، افغانستان دې دټولو افغانانو ګډ کور وګڼل شي، له نړۍ سره دې دمتقابل احترام په فضا او دافغانستان دګټو پر محوریت اړیکې وساتل شي.

Related posts