جولای 23, 2019

بکواه او زرمت کې روژې ته د درناوي وړاندې شوې نمونې

بکواه او زرمت کې روژې ته د درناوي وړاندې شوې نمونې

خط اول:

د تیرې یک شنبې په ورځ، تر روژې یوه ورځ وړاندې، د فراه په بکواه ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د ولسي وګړو پر کورونو باندې سخت بمبار وکړ چې، د ځايي چارواکو په خبره، نږدې ۴۵ ولسي وګړي پکې شهیدان شول.

دولتي چارواکو تر بمبار سمدستي وروسته څه ونه ویل، خو د روژې په لومړۍ ورځ یې وویل چې بمبار ”افغان او بهرنیو ځواکونو په مشترک ډول د مخدره موادو پر هغو کارخانو“ کړی چې طالبانو ګټه ترې اخیسته.

د دې مجرمانه توجیه تر څنګ، په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح د بمبار له امله د ناټو له غوڅ ملاتړ ماموریت، جنرال سکاټ میلر او له خپلو ځواکونو مننه وکړه.

خو په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو بیا بل څه ویل.

په یوه ویډیو کې په یاد بمبار کې د درو ویجاړو شويو کورونو بزګران خاوندان له کنډواله شویو خونو او دېوالونو د خپل کور توکي راټولوي، او هممهاله له ډېره درده بهرني ځواکونه او د هغوی تر لاس لاندې د کابل واکمن اشرف غني ښکنځي.

تر دې بمبار یوه شپه وړاندې، ګډو ځواکونو په لوګر کې شپږ ملکي وګړي، او د لوګر تر پيښې یوه شپه وړاندې یې په غزني کې ۱۱ ملکي وګړي شهیدان کړي وو.

د بکواه تر بمبار وروسته، د روژې د لومړې ورځې په شپه، د کابل حکومت او امریکايي پوځ ځانګړو عسکرو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې چاپه ووهله. ۱ ملکي وګړی یې د خپلې کورنۍ د غړو په مخ کې شهید کړ، ۶ نور یې بندیان کړل، ۲ شخصي موټرونه یې وسوځول او ۱ کور یې بمبار کړ.

دا هر څه داسې مهال پیښیږي چې د کابل حکومت مشر اشرف غني تر روژې یوه ورځ وړاندې طالبانو ته وویل: د روژې میاشتې درناوی وکړئ – اشرف غني له طالبانو غواړي چې د ده امریکا-پلوه ځواکونه ورونه وژني، خو پخپله په دې مبارکه میاشت کې د طالبانو تر څنګ د ملکي وګړو پر وژلو هم صرفه نه کوي.

له څه باندې یو کال راهیسې د هېواد کلیوالو سیمو کې پر کلیو باندې د چاپو او بمباریو لړۍ چټکه شوې ده – امریکا او کابل حکومت له دې لارې غواړي طالبان له مقاومته لاس اخیستلو ته مجبور کړي. که څه هم د دې ارمان د نه پوره کېدو له امله امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې، او اوس د دې مذاکراتو په شپږم پړاو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوې هوکړې ته سره نږدې شوې، خو بیا یې هم دې ډول وحشیانه چاپو ته دوام ورکړی دی.

د امریکا په پیسو او وسلو جنګېدونکي افغانان او د هغوی مشران دې نور په دې مبارکه میاشت کې د ولسي وګړو له وژلو لاس واخلي — د بې دفاع ولسي وګړو په وژلو نه څوک امتیاز ګټلای شي او نه هم چا د ملکي وګړو په وژلو خپل دښمن ته زیان اړولی دی.

Related posts