مې 24, 2019

کرېکټ: د افغان لوبډلې مالي ملاتړ یو هندي شرکت اخیستی

کرېکټ: د افغان لوبډلې مالي ملاتړ یو هندي شرکت اخیستی

عزم(دوشنبه، ۱۶ غويي ۱۳۹۸): د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولین وايي، د هند یو سوداګریز شرکت«Amul»امیول د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ«سپانسر» ته ټټر وهلی دی.

د کرېکټ بورډ د مسوولینو په خبره، له امیول شرکت سره تړون یوازې تر نړیوال جام پورې دی او له دې جام وروسته به د مالي ملاتړي په اړه فکر وکړي.

د کرېکټ بورډ او امیول شرکت ترمنځ تړون د ۱۵۰زره امریکايي ډالرو تړون دی، چې یوازې تر نړیوال جام پورې محدود شوی دی.

د کرېکټ بورډ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي«دوی په دوو دلیلونو له بهرني شرکت سره دا تړون کوي. لومړی دا چې داخلي شرکتونو، د هر دلیل له مخې چې وو، له بورډ سره په دغه برخه کې تړون ونه کړ او دویم دا چې د افغانستان بورډ غواړي چې د هند تجارتي مارکیټ ته ځان رسوي.»

دی وايي چې افغانستان په هند کې خپل د کرکټ میدان لري او نړیوالې لوبې او سیالۍ په کې کوي، نو په خبره یې ضروري ده چې د هند تجارتي مارکیټ ته ځان ورسوي.

له دې وړاندې الکوزي په نامه شرکت د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ کاوه؛ خو د کرېکټ بورډ د مسوولینو د ناسمې پاملرنې له امله الکوزي شرکت ترې لاره جلا کړه.

د کرېکټ نړیوال جام د روانې می میاشتې پر ۳۰مه نېټه په انګلستان کې پیلېږي، چې افغان لوبډله به په لومړي پړاو کې ۹ سیالۍ ترسره کړي.

Related posts