اګست 24, 2019

د کرنې وزارت: سږکال به ۲۰ټنه زعفران تولید شي

د کرنې وزارت: سږکال به ۲۰ټنه زعفران تولید شي

عزم(دوشنبه، ۱۶ غويي ۱۳۹۸): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، پروسږکال په ټول هېواد کې ۱۶ټنه زعفران تولید شوي وو؛ خو سږکال به دغه شمېره ۲۰ ټنو ته ورسوي.

د کرنې وزارت مشاور محمد هاشم اسلمي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په هرات کې په ۶زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي، چې له امله یې به په تولیداتو کې هم ډېروالی راشي.

دی وايي، د زعفرانو د کیفیت د ښه والي لپاره به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۰ مرکزونه جوړ کړي، چې د پروسس د دې مرکزونو سره به د زعفرانو په کیفیت کې هم ښه والي راشي.

د کرنې وزارت مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو میاشتو کې یې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران پلورلي، چې د کوکنارو نه یې ګټه څو چنده ډېره ده.

د کرنې برخې کارپوهان مني، چې زعفران، الوېرا او د نورو طبي بوټو کرل د کوکنارو ښه بدیل دی.

تېره اوونۍ د زعفرانو د ټولنې مسوولینو ویلي وو، چې د زعفرانو په بیه کې ۷۰ سلنه لوړوالی راغلی دی.

دوی یې لوی لامل د هېواد د زعفرانو ښه بازار او غوره کیفیت یادوي.

د افغانستان زعفران اوس‌مهال عرب متحده اماراتو، ترکیې، هندوستان او سعودي عربستان ته صادرېږي.

Related posts