اګست 24, 2019

زمـونـږه هـره ښـاپېـرۍ په چـيغـو وژړېـده

زمـونـږه هـره ښـاپېـرۍ په چـيغـو وژړېـده

نصیب ځدراڼ

د هیواد امنیتي ځواکونه د خپل وطن، د خپل ولس، قام او ناموس لپاره سر ورکوي او بیا ولس هم هغه رنګ مینه ورسره لري، خو اتلس کاله تیر شول په اصطلاح د افغان امنیتي ځواکونو سره پرته له “خیاطانو” مینه نشوه پیدا، د هغوی مینه هم تر فیسبوک، ټویټر او ټلویزوني بحثونو محدوده ده، یو مو ونه لید چې په مرمۍ لیګدلی وي او باګرام ته انتقال شوی وي.

بیګا په شمشاد ټلویزون باندې یوه ویډیو نشر شوه یوه افغانۍ خور چې ځلمی زوی هم لری په ژړغوني غږ کې وايي چې “له کندز څخه امام صیب ته د خپل خاوند او ځوی سره روان وو، په لاره د عام نظم عسکرو د تالاشۍ په پلمه زموږ موټر ودراوه او زه یې وتښتولم، جنسي تیری یې راباندې وکړ، ظلم یې راباندې وکړ”
خاوند یې وايي چې “د وسلې په زور یې موټر او میرمن راڅخه وتښتول او بیا ما ورته کتل یوه عسکر یې له کړکۍ څخه سیل کاوه او بل عسکر دننه… (د یوې پتمنې خور عفت لوټه)”

الله تعالی دې په نوم مسلمان څه چې بلکې په نوم انسان د داسې پیښې سره له مخامخ کیدلو نه وساتي، چې دومره بېوسه وي او ناموس یې تر پښو لاندې کیږي.

خو دا د هغو په لاس کیږي د چا شعار چې خدای – وطن – وظیفه دی، د چا شعار چې “سر وهو سنګر ترې نیسو”

دا اول ځلاو یوه پېښه نده، څو ورځې وړاندې خارجي اشغالګرو د هلمند په باباجي کې د کور د درېو ځوانانو له شهادته وروسته د کور دوه زنانه لوڅ سر او لوڅې پښې چورلکو ته کشولې او د داخلي عسکرو پیره ورباندې ولاړه وه خو یوه دومره غیرت ونکړ چې ننګ ورباندې وکړي، بلکې دویمه ورځ یې ویل چې د القاعده سره د اړیکو په جرم مو دا زنانه ونیولې، او سبا ماسپیښن یې راخوشې کړې چیرته د هلمند خړه پړه خورکۍ او چیرته له القاعده سره اړیکه؟

د کندهار په میرویس مېنه کې د “جاجو” په نوم یو قومندان د یوې پیغلې “لیلا انتظار” کور ته په نیمه شپه له نورو عسکرو سره ورغلی و او د بې ستره کولو شوم کوشش یې کړی وو، له کندهار نه تر کابل پورې یاده خور وګرځیده چا یې غږ وانه وریده، طالبانو په جاجو باندې برید وکړ مړ یې کړ، څه وخت وروسته همدغه خورکۍ (لیلا) نورو عسکرو وتښتوله، څه وخت وروسته یې جسد د کندهار ډنډ ولسوالۍ په یوه دښته کې پداسې حال کې پیدا شو چې ځناورو خوړلی وو، کورنۍ یې اوس هم د انصاف لپاره در په در ګرځي او قاتلان یې سرې سترګې ګرځي.

دا یوازې درې مثالونه دي، پدې اتلسو کلو کې دغه رنګ سلګونه پیښې رامنځته شوې.
د چاپې پر مهال د کور دروازه داخلي عسکر ور ماتوي، بچیان او ښځینه یې ورته ژاړي او د کور ځوانانو ته تورې کڅوړې ور په سروي، په زندان کې امریکایان په چوکۍ ورته ناست وي او داخلي عسکر بل افغان ورور په لغتو وهي چې حال وایه چې طالب یې او که نه؟

په اصطلاح افغان امنیتي ځواکونه تل ګیله کوي چې جنازو ته مو ملا نه پیدا کیږي، کیلوال مو په فاتحو کې نه کیني، څوک مو د ملګرو قبرونو ته دعا ته نه ورځي، زه وایم تر دوی زیات بد قسمته مخلوق د نړۍ پر مخ نشته، امریکایانو داسې وروزل چې اوس وطن، د خور مو عزت، وطنوال او دین اسلام نه پیژني، او کوم څه چې پیژني هغه ډالر دي، نه یې وطنوال کومه میړانه مني، نه یې کړې ده، تل د پنجاب خلاف مبارزې خبرې کوي خو په اتلسو کالو کې یې که لس پنجابیان مړه وي نور زرګونه افغانان یې شهیدان کړل او د چا خبر ایمان یې اوس په خوست کې معلوم شو، پخوا په طورخم، بولدک او کنړ کې هم معلوم وو، د انګریزانو په شان د شهوت لیوني تر جوړ شول خو د هغوی غوندې د وطن مینه پکې بیدا نشوه، دومره سوچ یې ونکړ چې که زه د کوم انګریز په وطن باندې برید وکړم انګریز به د یو څو ډالرو په بدل کې زما لپاره خپل وطن داسې وران کړي؟
ایا خپل وطنوال وروڼه به داسې ووژني؟
داسې به یې بندیان کړي؟
داسې به ښځینه چورلکو ته کش کړي؟

مګر د کندوز د خورکۍ د عزت ګټلو ځوانان ورک نه دي خو دلته د هغو نمایشي غیرتیانو څېره هم بربنډه شوه چا چې د مومندو په ملالۍ ننګ کاوه، هغه هم د ټولنیزو رسنیو په نشراتو پورې محدود وو، خو د کندوز په خورکۍ یې هغه نمایشي غیرت هم ونه کړ. علت معلومول او قضاوت کول به تاسې ته پرېږدم!

‏زمونږ هره ښاپېرۍ په چيغو وژړېده
وجه يې دا چې د دېوانو له فاميله نه وه

Related posts