اګست 24, 2019

کندهار کې د لمریزې برېښنا لومړنۍ پروژه پرانیستل کېږي

کندهار کې د لمریزې برېښنا لومړنۍ پروژه پرانیستل کېږي

عزم(شنبه، ۱۴ غويي ۱۳۹۸): د کندهار د اوبو او برېښنا ریاست مسوولین وايي، په دغه ښار کې د ۱۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه به ډېر ژر پرانیستل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د لمریزې برېښنا د څانګې مشر انجینر فرید الله شرفمل وايي، په کندهار کې د لمریزې برېښنا درې پروژې تر کار لاندې دي، چې یوه یې ۱۰ مېګاواټه او دوه نورې یې ۱۵ـ۱۵ مېګاواټه د برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د شرفمل په خبره، د ۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه نن په امتحاني ډول نښلول کېږي او د یوې میاشتې په موده کې به یې ټولې چارې بشپړې شي.

کندهار ښار ته برېښنا له کجکي برېښنا کوټ څخه راغلې، چې د ټولو ښاریانو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

په کندهار کې د صنعت کارانو ټولنې مسوولین وايي، د برېښنا د نه‌شتوالي له امله ډېری تولیدي فابریکې تړل شوي دي.

په افغانستان کې د اوبو، لمریزې برېښنا او بادي برېښنا پرېمانه سرچینې شته، خو حکومت ډېره تکیه پر ورادتي برېښنا کړې ده، چې ډېری وخت د جګړو او په شمال کې د زورواکانو له لوري یې مزي پرې کېږي.

Related posts