اګست 24, 2019

اتلس کلنه لاسته راوړنه: پوهنتون چې په زبرزنا افتتاح شو

اتلس کلنه لاسته راوړنه: پوهنتون چې په زبرزنا افتتاح شو

جیلاني پښتون

څو کاله وړاندې چې د عالي تحصیلاتو وزارت د کندز پوهنتون د پراختیا لپاره په ابدان دښته کې د یو نیم میلیون ډالرو په لګښت د تدریسي بلاکونو جوړول پیل کړل نو ویل کیدل چې د دې بلاکونو د جوړښت پیسې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي، چې په تکمیل سره به یې د ابدان دښته له طبعي ښکلا علاوه د علم او تحصیل په وړانګو هم ښایسته شي.

خو څه خبر چې د پوهنتون دا تدریسي بلاکونه به د علم او انسانیت له آزانګو وړاندې د وحشت، بربریت او ځناورتوب د صحنې شاهد وي او د ابدان په سرک د پرتو پوستو د نظم عامه چرسي عسکر به په کې په زور د درنو افغانانو ناموسونه لوټوي.

رسنۍ خبر ورکوي چې د ابدان په دښته کې د پوهنتون ودانۍ ته نږدې د پوستو عسکرو د امام صاحب ولسوالۍ د اوسیدونکو موټر درولی، یوه ښځه یې له میړه او ځوان زوی څخه بیله کړې، په شخصي موټر کې د پوهنتون خالي ودانۍ ته وړې او بیا یي په زور ورسره زنا کړې ده. د زبر زنا قرباني ښځې او میړه یې په چیغو او ژړا د شمشاد ټیلویزیون خبریال عبدالله ساحل ته کیسه کړې، چې انسان یې دلیدلو او اوریدلو تاب نه لري.

په زبر زنا د پوهنتون د ودانۍ افتتاح، د هغو اتلس کلنو لاسته راوړنو یوه بیلګه ده چې تیره ورځ په مشورتي جرګه کې اشرف غني او سیاف ورباندې ژامې ړپولې او د سولې لپاره یې ددغه حالت اونظم عامه په شان د چرسي ځواکونو پر خپل حال پاته کیدل ضروري بلل.

په پښتو کې متل دی وایي ( اوزې اوزې! شیدې دې راکړې خو له پچو ډکې )په کندز کې د نظم عامه له وحشیانه کردار او دغسې نورو هره ورځ پیښیدونکو رسمي جرائمو څخه ثابتیږي چې امریکایانو که د میلیاردونو ډالرو په مصرف سره دلته کوم بنسټونه رامنځته کړي ټول یې له اساسي نواقصو ډک دي او ژورو تغیراتو او اصلاح ته ضرورت لري.

امریکایانو که موږ ته پوځيان، پولیس او اربکیان روزلي نو مطلق اکثریت یې اولس شړلي ازاریان، چرسیان او لوچکان دي چې د ټیکې بل ځای یې نه درلود او اوس د ډوډۍ پیدا کولو لپاره په امنیتي پوستو کې چرس دوړوي. که یې محاکم را جوړ کړي نو د فساد ځالې دي چې د افغانستان نوم یې په نړیواله کچه بدنام کړی. مدني او سیاسي قشر یې داسې تربیه کړی چې کله یې د ناروا جنسي جرائمو ویډیوګانې راوځي او کله د هند په ګواه ښار کې هندوانو د بدلمنۍ په تور نیولي او د ځوړند سر عکسونو یې فیسبوک په سر اخیستی وي.دغسې یې رسنۍ،تقنیني ادارې، فرهنګي بنسټونه او نور اورګانونه درواخله.

نو بناء د اتلس کلنو لاسته راوړنو مدعا او د سولې په بیه یې په تداوم ټینګار یوه پوچه او نامعقوله خبره ده. ځکه د دې بنسټونو په اوسني حالت پاته کیدل یوازې دفساد، ظلم، جنایاتو او هره ورځ پیښیدونکي ملي شرم دوام دی چې هیڅ سالم وجدان یې له منلو سره توافق نلري.

Related posts