جولای 23, 2019

د مشورتي جرګه مارو قضاوت ارزوو

د مشورتي جرګه مارو قضاوت ارزوو

خالد افغان زوی

د مشورتي جرګې په نوم هغه غونډه چې له تېرو پنځو ورځو په کابل کې پنډه وه نن دجمعې په ورځ پای ته ورسیده. دلته د جرګې له سیاسي، تبلیغاتي او نورو لاملونو او د څلور ورځني عجیب او غریب جریان له داستانه تیریږو او یوازې د وروستۍ ورځې جریان او پریکړه لیک ته یې کتنه کوو چې څومره د سولې د حساسې موضوع په اړه په واقعیت او عدالت بنا و.

له قاتلانو مننه

د جرګې د پریکړه لیک په مقدمه کې له بهرنیو او داخلي عسکرو مننه او قدرداني شوې چې د دوی په وینا خپله (وظیفه) یې په ډیر ښه شان انجام کړې او ترسره کوي. دا په داسې حال کې چې یوازې د جرګې د پیل په لومړۍ شپه (د اپریل ۲۸) باندې همدغو ځواکونو په غزني، پکتیکا، بلخ او فراه کې په ۹ چاپو او بمبارونو کې  مجموعا ۱۸ تنه ولسي کلیوال وژلي، د غزني په واغز کې یې د خندق بازار او د فراه په بکوا کې یې د ودود بازار په نوم بازارونه سوځولي. لسګونه موټر یې له منځه وړي، تر ۱۵ زیات کورونه یې نړولي او د لسګونو میلیونو په قیمت توکي او پیسې یې غلا کړې دي. دا چې جرګه ماران په دغو ټولو جنایاتو ړانده او کاڼه دي، هیچا د دغو مظالمو په اړه غږ پورته نکړ او علاوه یې رسما تائید او قدرداني هم کوي، نو موږ نه پوهیږو چې دوی له کوم ادرسه او په کوم مخ او پوزه د سولې خبره کوي.

د سیاف او غني د پیش شرطونو تائید

د جرګې پریکړه لیک لومړني بندونه د اشرف غني او سیاف د سرو کرښو او پیش شرطونو  په تائید پیلیږي او تاکید شوی چې دموکراتیک نظام، موجوده اساسي قانون، د ښځو حقوق او مساوات، د دوی په تعبیر مدني او سیاسي حقوق، د بیان آزادي، امنیتي بنسټونه او د تیرو اتلسو کلونو نورې لاسته راوړنې(!) باید پر خپل حال پاته او د سولې د پروسې قرباني نه شي. خو په دوولسم بند کې بیا له طالبانو غوښتل شوي چې د سولې په مذاکراتو کې باید له هغو ټولو وړاندیني شرطونو ډډه وکړي چې دغه پروسه له خنډ سره مخامخ کوي.مطلب دا چې د جرګه مارو او سیاف په فتوی د پیش شرطونه وړاندې کول د اشرف غني لپاره روا خو د طالبانو لپاره ناروا دي. دا دی منطق او عدالت!!؟

دلته دوه خبرې د تأمل وړ دي. لومړی دا چې که چیرې د موکراسۍ یاد شوي ارزښتونه او د لاسته راړونو په نوم د اشغال اغیزې د طالبانو لپاره د منلو وړ وای، نو بیا دې اوږدې جګړې ته ضرورت څه و؟ معلومه خبره ده چې دا جګړه یوازې د قدرت د تصاحب نه ده بلکې د ارزښتونو جګړه ده، دلته د دین او بي دینۍ د شعائرو پر سر جګړه روانه ده. دې ته په پام سره د جرګه مارو یاد قضاوت ښیي چې دغه د ارګ د سولې مشاورین لا هم د افغانستان د قضیې په عمق او اصلي ابعادو نه پوهیږي.

دوهمه خبره دا چې که اشرف غني ته حق ورکول کیږي چې باید د مذاکراتو لپاره پیش شرطونه وړاندې کړي او خپل ټول اقدار له معاملې او مساومې مستثنی کړي نو طالبان بیا ولې حق ونلري چې ورته شرطونه ولري؟؟

هغه ماده چې اشرف غني رد کړه

څرنګه چې د افغانستان د روانې جګړې یو مهم عامل د بهرنیو ځواکونو حضور دی او د اشغال خاتمه د ټول اولس غوښتنه ده، تمه وه چې په جرګه کې به د اشغال د خاتمې موضوع هم وڅیړل شي او په پریکړه لیک کې په ځای ورکړل شي. خو په پریکړه لیک کې دې موضوع ته ډیره ضمني او سطحي اشاره شوې وه، چې له حکومته غوښتل شوي وو، تر څو حسب ضرورت او د لزوم دید سره سم د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالویش جوړ کړي.

خو د پریکړه لیک له اعلان لږ وروسته اشرف غني په خپله وینا کې دغه ماده رد کړه او په صریحو ټکو یې وویل: (معنای طرح صلح پایان حضور جهان در افغانستان نیست) نو بناء ثابته شوه چې سیاف او اشرف غني چې د اشغال په ګډون په هیڅ شي خبرو او مذاکرې ته چمتووالی نه لري داسې معلومیږي لکه له طالبانو چې د مطلق تسلیمي او په یوه اړخیز ډول د وسلې ایښودلو تمه لري. هغه هیله چې په تیرو اتلسو کلونو کې د ارګ واکمنوپاللې خو نهایتا پوچه ختلې.

د بندیانو خلاصون

د اشرف غني په خبرو کې ښه خبره د روژې په مناسبت د ۱۷۵ بندیانو د خلاصون وعده وه. د اشرف غني دې خبرې ته د بلې هرې خبرې په نسبت ډیرې چکچکې ووهل شوې چې د بندیانو د مظلومانو حالت په اړه یې د ګډونوالو د عاطفي احساس نمایندګي کوله. له دې خبرې وروسته د هلمند یو سپین ږیري غږ کړل چې دا کم دي باید د هر ولایت لس لس تنه بندیان آزاد شي. خو اشرف غني د نوموړې خبرې قطع کړې.

خدای دې وکړي چې اشرف غني هم د طالبانو په شان د بندیانو پر حال رحم وکړي او آزاد یي کړي. که څه هم هغه بندیان وي چې خپله دحبس موده یې له کلونو راهیسې پوره کړي او اشرف غني ظلما بیا هم په باګرام کې ساتلي دي. اشرف غني د بندیانو په اړه د بي رحمۍ ریکارډ جوړ کړ. زرګونو افغانان ځوانان یې زندانونو ته اچولي او له هر وړ عفوې مستثنی کړي دي. حتی چې د حبس موده پوره هم کړي ډیر لږ د آزادۍ مخ ویني. څو ورځې وړاندې د ثور د اتمې په مناسبت اشرف غني په ځانګړي فرمان ۶۳ تنه بندیان آزاد کړل. په فیسبوک کې ځینو طالب دښمنو په دې فرمان اعتراض وکړ. خو لږ وروسته د ارګ مبلغینو وضاحت ورکړ چې خلاص شوي کسان ټول قاچاقبر، اختطاف چیان، غله، قاتلان او نور مجرمین دي، کوم طالب، قاري، ملا، متدین محصل او بل سوچه مسلمان په کې نشته، ځکه متدین بندیان د اشرف غني له فرمانونو مستثنی دي.

په دې ډول جرګه پای ته ورسیده. اشرف غني پکې یو ځل بیا خپله شاعرانه او احساساتي وینا واوروله، چې سیاف د تکبیر په ځای په چکچکو بدرګه کوله. اشرف غني وویل چې جرګه په به ډیجیټل شکل دوام پیدا کوي، له تاسو ټولو سره زه د ټیلفون له لارې رابطې پالم او زما والیان به هم درسره په اړیکه کې وي ځکه زموږ او تاسو کار خلاص نه دی. دې خبرو هغه شکونه برجسته کړل چې شاید اشرف غني له دې جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره کار واخلي.

Related posts