معيوبه جرګه او د سولې دروند بار

خالد رعد
معيوبه یې ځکه نوموو چې معيوبه ده. بالکل هغه انسان ته ورته چې يو لاس او يوه پښه يې نه وي او په لويه دشته کې يې يو دروند بار په مخکې پروت وي، هغه هم ډير لرې ځای ته رسول غواړي.
د اشرف غني لويه جرګه؟! له دائرېدو وړاندې د اشرف غني شخصي وبلل شوه او ډيرو تحريم کړه. آن د ده د ادارې اجرائيه رياست هم ورسره موافق نه و. ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندانو، سياسي احزابو او عمده سياسي قوتونو او حتی مدني ټولنو پکې له شرکت څخه ډډه وکړه.
د جرګې په اړه معلومات دا دي چې ټول ګډونوال يې د اشرف غني د ټيم غړي او هغه څوک دي چې تازه يې اشرف غني ملا تړ تر لاسه کړی، تر څو يې په مټ خپل ځان په ولسمشريزو ټاکنو کې بر راولي. د جرګې تحريمونکي خو لا دا هم وايي چې د پرېکړو مسوده اماده ده او په وروستۍ ورځ به يوازې د اناونسر لخوا ولوستل شي، چې باور دی د ګډونوالو لخوا به په چکچکو بدرګه شي.
داسې ښکاري چې اشرف غني له دې لارې د خپلې انزوا مخه نيسي او غواړي د طالبانو په شمول امريکايي جهت او کورنيو مخالفينو ته د ولس په منځ کې خپل لوی او قوي لاس وښيي، ګنې په دغسې له اعتراضونو او تحريمونو لاندې جرګې په توسط د سولې لوی هدف ترلاسه کول مجال نلري.
له ډيرو مخالفتونو او تحريمونو سره سره د جرګې دائرول د اشرف غني ماشومانه سياست څرګند کړ او دا يې وښوده چې نوموړی د قدرت په ګدۍ د پاتې کيدو لپاره هر څه کولی شي، که څه هم ناکام سياسي تکتيک وي.
اشرف غني دغې غونډې ته د سولې د جرګې نوم ورکړی، چې له حقيقت سره بشپړ ټکر لري. د سولې جرګه او د سولې راوستلو لپاره به لويه او واقعي هڅه هلته وای چې ټولې سياسي څېرې او قوتونه پکې راټول او يوه خوله وای. د عمده جهتونو د انتقادونو جدي نه نيول او په ټولو مخالفتونو سربېره بيا هم د جرګې په دائرولو ټينګار هغه څه دي چې له سولي سره د اشرف غني دوستي نه، بلکې دښمني څرګندوي.
په اوسني وضعيت کې، چې هيوادوال مو سولې او امن ته په تمه دي، هيواد مو سياسي اجماع او د سياستوالو يو موټی کېدو ته شديده اړتيا لري، مګر د اشرف غني او ټيم لخوا يې په مسلسل ډول په لوی لاس د سياسي اجماع د پاشلو کوښښ روان دی، چې دا له سولې او امن سره له مخالفت پرته بل هيڅ نشو بللی.
د سولې او پر امن هيواد جوړول دومره کوچنۍ او سپکه مسئله نه ده چې د داسې جرګې لخوا دې حل شي چې دائرونکي يې له ګډونوالو توی وړی واک اخيستی وي، د داسې چا له لوري رهبري کيږي چې د سولې د دښمنۍ شک پرې کيږي، داسې جرګه چې هيوادوالو ته يې ګډونوال لکه جنات بې نوم او نښان وي او پخپله ځينې شريکان يې له اجنډا او بحثونو څخه ناراضي ښکاره کوي.
دا ډول بې لاس او بې پښو جرګې بې له دې چې په هيواد کې د سياسي څېرو او احزابو تر منځ درځ او لريوالی ايجاد کړي، بله هيڅ ګټه نشي لرلای.
په ننني وضعيت کې سولې ته تږی ولس د سولې په خواږه نوم تير ايستل يوه ناکامه هڅه ده، ولس پوهيږي چې دغسې جرګه په ګوډ او شل ځان د سولې دروند بار نشي پورته کولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close