مې 24, 2019

د طالبانو او امریکا د مذاکرتو شپږم پړاو

د طالبانو او امریکا د مذاکرتو شپږم پړاو

نن چارشنبه (د ثور ۱۱مه / د می اوله)، د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر نږدې یوه میاشتني ځنډ وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ د افغانستان د جګړې د ختمولو په موخه د مذاکراتو شپږم پړاو پیل شو. سرچینې وایي، د مذاکراتو په دې پړاو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو د یوې مشخصې نیټې پر ټاکلو غور کیږي.

 د مذاکراتو د دې پړاو تر پیل وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د امریکا د مذاکراتي ټیم مشر زلمي خلیلزاد د طالبانو د مشرتابه له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

د طالبانو له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې، ملا برادر اخند ښاغلي خلیلزاد ته ویلي، ”دا مهمه ده چې لومړی د تیرې ناستې د اجنډا دوه مهم ټکي (له افغانستانه د ټولو خارجي ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل) نهايي شي. “

 د دې دوو موضوعاتو پر نهايي کېدو باندې د طالبانو ټینګار په دې غونډه کې د یوې مهمې هوکړې د رامنځته کېدو امکان لا قوي کوي.

د طالبانو-امریکا د تېرو مذاکراتي پړاوو ایجنډا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو پر خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمالېدل و.

 د دې موضوعاتو تر څنګ، امریکايی لوری هڅه کوي د اوربند او له کابل حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو موضوعات هم په ایجنډا کې داخل کړي. خو طالبان ټینګار کوي چې د دوو اتفاقي موضوعاتو تر نهايي کېدو مخکې په دې اړه له چا سره خبرې نه کوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند خلیلزاد ته د مذاکراتو د ننني پړاو تر پیل کېدو وړاندې هم ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د خروج د موضوع تر نهايي کېدو وړاندې ”نورو خبرو ته نه شو داخلېدای.“

د تیرې جنوري میاشتې په ۲۸مه، تر څه باندې یوې اوونۍ خبرو وروسته طالبان او امریکا د موافقې پر مسوده باندې رضا شول، خو تر دې دمه نهايي شوې نه ده، او د دواړو لورو په خبره، پر جزیاتو او پاتې مسائلو به یې په دې تازه پیل شوې غونډه کې بحث وشي.

دا غونډه د امریکا په مرستو د ولاړ کابل حکومت له ګډون پرته ترسره کیږي، چې له امله یې د کابل او واشنګټن اړیکې هم لږ خړې شوې دي. د طالبانو او امریکا پر دوه – په دوه مذاکراتو باندې د نیوکو کولو له امله، واشګنټن څه موده وړاندې د کابل حکومت د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره اړیکې پرې کړې، چې تر دې دمه لا هم امریکايي چارواکي له نوموړي سره له لیدو ځان ګوري.

د طالبانو او امریکا د مذاکراتو شپږم پړاو داسې مهال پیلیږي چې له یوې خوا په هېواد کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو چاپې او بمبارونه زیات شوي او له بلې خوا کابل حکومت د سولې د مشورتي لویې جرګې په نوم غونډه رابللې ده، چې تر دې دمه یې لا کومه د پام وړ پرېکړه نه ده کړې. د سولې مشورتي لویې جرګې سره ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو او څېرو مخالفت کړی او دا یې د سولې د سبوتاژ هڅه بللې ده.

بهر حال، له دې تازه پیل شوې غونډې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو او امریکا یوې مهمې هوکړې د راوتلو قوي امکان شته. که داسې وشي، دا به د افغانستان د کشالې د ختمولو په لور لومړی ګام وي.

Related posts