اګست 24, 2019

شلم نمبر عشق

شلم نمبر عشق

جبیر افغان

دا پر لاسونو او نورو اعضاؤ چې یې په چاړو یا شنو خالونو د معشوقو نومونه لیکلي وي او یو ډول د خپل محبوب سره د میني اظهار کوي، دا والله که یا عشق وي او یا هم محبت بلکي هسي د خواهشاتو پیروي کول دي. دا خلګ که په لږ تنګي کې راګیر شي او یا د محبوب په بدل کې د قدرې مال او یا بدني قربانۍ غوښتنه ترې وشي ولاکه یې بیا په دوربین کې هم پیدا کړئ هر څه به یې هیر شي.

عشق خو د صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم د خپل نبي او دین سره ؤ چې د خپل محبوب پر وړاندې به یې سرونه د کاڼو په څیر شیندل او پر زړونو به یې د توحید کلمه نقش کول.

د احد د غزا پر مهال نبي کریم صلی الله علیه وسلم دوې زغري اغوستي وې او د هغه له امله یې بدن مبارک دروند ؤ نو ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شا له لوري په یو کنده کې وپرځېد کومه چې ابو عامر فاسق د مسلمانانو لپاره کیندلې وه. حضرت علي کرم الله وجهه د هغه صلی الله علیه وسلم لاس مبارک ونیو او حضرت طلحه رضي الله تعالی عنه یې ملا ونیول او تکیه یې ورکړل او نبي کریم صلی الله علیه وسلم را جګ شو او ویې فرمایل:

«څوک چې پر ځمکه باندې ژوندی ګرځېدونکی شهید لیدل غواړي هغه دي طلحه ته وګوري.»

ام المؤمنین سیدة عائشه صدیقه بنت صدیق اکبر رضي الله تعالی عنهما له خپل پلار ابو بکرصدیق رضي الله تعالی عنه څخه روایت کوي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مخ مبارک کې چې د خول کومي دوې کړۍ ننوتي وې ابوعبیده ابن الجراح رضي الله تعالی عنه هغه په خپلو غاښونو ونیولې او راکش کې کړې چې له امله یې د ابوعبیده رضي الله تعالی عنه دوه غاښونه مبارکان شهیدان شول.(زرقاني شرح مواهب،ج:۲، ص:۳۸. سیرة النبي لابن هشام،ج:۳، ص:۲۷)

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله غره ته د ختلو اراده وکړه نو د کمزورۍ او دوو زغرو د بوج له امله یې ونشوای کړای چې وخېږي، هغه مهال حضرت طلحه رضي الله تعالی عنه لاندې ټيټ شو، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه پر ملا باندې خپله پښه مبارکه کښېښودل او وخوت. حضرت زبیر رضي الله تعالی عنه فرمایي چې ما هغه مهال له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې:
اوجب طلحة
«طلحه جنت ځان ته واجب کړ»
قیس بن ابي حازم فرمایي چې ما د حضرت طلحه رضي الله تعالی عنه هغه لاس ولید په کوم چې یې د احد په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دفاع کړې وه هغه بلکل شل ؤ.(الجامع الصحیح للبخاري،ج:۲،ص:۵۸۱)
حاکم له اکلیل څخه روایت کوي چې په هغه ورځ حضرت طلحه رضي الله تعالی عنه ۳۵ یا ۳۹ زخمونه خوړلي ؤ. په ابو داؤد طیالسي کې له حضرت عائشې رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی چې ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه چې به کله د احد دغزا بیان کاوه نو ویل به یې:
کان ذالک الیوم کله لطلحة
«هغه ورځ خو(دثواب په اعتبار)ټوله د طلحه وه.»
له حضرت جابر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې د دښمنانو د ډیرو ګزارونو د ګرځولو له امله د حضرت طلحه رضي الله تعالی عنه ګوتي غوڅي شوې .
حضرت عائشه رضي الله تعالی عنها له ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه څخه روایت کوي چې مونږ د احد په ورځ د ابوطلحه رضي الله تعالی عنه پر بدن باندې له ۷۰ څخه زیات زخمونه وموندل.(رواه ابوداؤد الطیالسي)
حضرت ابودجانه رضي الله تعالی عنه د سپر په څير د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخي ته ودرېد مخ یې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لورته او شا یې په دې اراده د کفارو د غشو لور ته وګرځول چې پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دښمن غشي ونه لګیږي. غشي د باران په څیر اورېدل او یو له بل وروسته د ابودجانه رضي الله تعالی عنه په ملا کې خښېدل خو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دفاع کې داسي کلک ولاړ ؤ چې هیڅ ښور یې نه خواړه.(شرح مواهب للزرقاني، ج:۲، ص: ۴۳)

د احد د غزا پر مهال مدینې منورې ته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شهادت اوازه منافقینو یوړل نو د مدینې منورې سپين ږیري او ښځي ډير غمجن ؤ. سعد بن ابي وقاص رضي الله تعالی عنه فرمایي چې مونږ چې کله له احد څخه بیرته راستنېدلو نو ډېر خلګ او ښځي مخي ته راوتلي وو. مونږ د یوې انصاري ښځي سره تیر شولو چې خاوند، ورور او پلار درې واړه یې په غزا کې شهیدان شوي ؤ کله چې ورته د خاوند، ورور او پلار د شهادت خبر ورکول شو نو هغي مېرمني چې کومه کلمه وویل د سروزرو په اوبو د لیکلو وړ ده، ویې ویل:«لومړی دا راته ووایاست چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه دی؟» خلګو ورته وویل چې الحمدلله! په خیر او عافیت سره دی. خو داچې په مدینه کې کلکه اوازه خپره شوې وه نو زړه یې نه منل او خلګو ته یې وویل چې کوم دی؟تاسي یې راته وښیاست چې په خپلو سترګو یې ووینم او زړه مي تسلي وکړي. خلګو اشاره ورته وکړه چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم دی. کله چې یې نبوي جمال تر سترګو شو نو ویې ویل:

کل مصیبة بعدک جلل

« ستا له ژوند او لیدلو وروسته هر مصیبت هیڅ او بې حقیقته دی.»

آفرین ! میندي دي داسي اولادونه وزېږوي لکه صحابه کرام رضي الله تعالی عنهم اجمعین و ارضاهم چې ؤ. هغه چې د عشق او محبت تشي لاپي ولي هغوی دي خپل محبت او عشق د صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم د محبت سره پرتله کړي په الله قسم! دا خلګ به بیا د عشق نوم هم وانخلي او د خپل محبت د نامه په اخیستلو به شرمیږي.

Related posts