مې 25, 2019

د چرسيانو جرګه (لنډه کيسه)

د چرسيانو جرګه (لنډه کيسه)

خالد رعد

زوړ چرسي په دې ورځو شپو کې وارخطا وارخطا ګرځېده، کله به يې نورو معتادانو ته سپکې سپورې ويلې او کله به يې آن حمله پرې وکړه. د خپلې مشري د دوام لپاره يې په هيڅ هم سرپه نه کوله، ډير چرسيان او سم خلک يې آن له تيغه تير کړل، خو بيا يې هم توره لمن سپينه نکړای شوه. د جرګې جوړول يې هم د باچايي د برقرار پاتې کېدو يوه هڅه وه.

کيسه داسې وه چې کلونه پخوا دغه سيمه قاچاقبرانو قبضه کړه، سم او روغ خلک يې ترې وشړل او چرسيان يې پرې حاکمان کړل. مشر چرسي او څو نورو ملګرو يې له قاچاقبرانو سره لاس يو کړی او د دې کلي پاچايي ته يې ځان رسولی وو.

دوی به ويل چې کلی يې ازاد کړی او لا نوره ازادي غواړي. کوښښ يې کاوه نور خلک هم معتاد او د قاچاقبرانو ملګري کړي، پخپله زوړ چرسي د دې لپاره شپه او ورځ په ځان يوه کړې وه. رښتيا هم کلی د دوی لپاره ازاد و خو د غير معتادينو لپاره بيا زندان ترې جوړ شوی و؛ ځکه خو يې له هماغه لومړي کال راهيسې د قاچاقبرانو او معتادينو په مخالفت لاس پورې کړی او د کلي د بيرته ازادي لپاره يې مبارزه کوله.

هم معتادينو د کلي دعوه لرله او هم يې غير معتادينو، په دې مقابلو ۱۸ کلونه تير شول، دواړو خواوو د يو بل وژلو ته مټې رابډ وهلې وې. قاچاقبران او کليوال معتادين ملګري يې له ډېر زر او زور سره سره هم ونه توانيدل چې په کلي کې روغه ورځ تېره کړي.

يو وخت قاچاقبران وپوهيدل چې مصرف يې زيات او ګټه يې کمه ده؛ نو ښه يې وبلله چې د کلي له اصلي مالکانو سره په خبره سر خلاص کړي، دوی په دې پروګرام کې هم مخلص نه و او ډير نور هدفونه يې په نظر کې نيولي و، خو د کلي مالکان هم که تر چا زيات نه و کم خو بيخي نه وو، هغوی په دې خبره ټينګ و چې قاچاقبران دې د کلي قبضه پرېږدي او معتادين که دلته اوسېدل خوښوي يا ورسره ځي، خوښه يې خپله.

دا لوی بدلون د مشر چرسي په رڼه ککرۍ د تبر له ګوزاره کم نه و، هماغه و چې په خپلو قاچاقبرانو ملګرو شکي شو او د ډيرو نورو هڅو له ناکامۍ وروسته يې د جرګې جوړول ښه وسيله وګڼله، تر څو د کلي مالکان ملامت کړي او د خپلې پاچايي لپاره ملاتړل جلب کړي. ډير چرسيان او نيمه معتادين يې ورته راوبلل، ځينو غير معتادينو هم په جرګه کې شرکت وکړ.

د جرګې په لومړۍ ورځ مشر چرسي د افتتاحيه وينا لپاره سټيج ته پورته شو او له ګډونوالو څخه له مننې وروسته يې وويل: لوی خولی مې د جرګې مشر ټاکلی او تورکی، لوی غوږی، چشمک او سونډور د منشيانو په توګه درته معرفي کوم، نور تاسې پخپله پرې سلا وکړئ. خو ګورئ دې ته مو پام وي چې موږ مسلمانان يو او هره فيصله بايد په اسلامي شريعت وکړو او په دې هم بايد ځان خبر کړئ چې د اسلام د دين ستنې هم په مشوره ولاړې دي، که څوک د دې مشورتي جرګې فيصلې ونه مني، له اسلام به باغي وي.

په جرګه کې شور جوړ شو، څو کسانو اعتراض وکړ چې د اسلام د دين بنياد مشوره نه، بلکې وحيه ده، تاسې په دين کې معلومات نه لرئ نو د دې کلي برخليک به خدای خبر څنګه وټاکئ.

د مشر چرسي کغا د جرګې تالار پر سر واخيست:

وباسئ دا د غير معتادينو ملاتړي، دا جرګه د معتادينو جرګه ده او په هغه څه به خبره او فيصله کوي چې د معتادينو ګټه پکې وي، نه د نورو.

چرسي زياته کړه: موږ له هر چا سره دوستي ته تيار يو، خو په خپله خپلواکۍ له هيچا سره معامله نشو کولای.

په دې خبره ځينو چکچکې کړې او ځينو بيا ټنډې تروې کړې او ويې ويل چې دغه جرګه مو د دې لپاره جوړه کړې چې د قاچاقبرانو له قبضې کلی او ځان خلاص کړو او له خپلو سره خپل شو، د همدې جرګې ټوله بوديجه د قاچاقبرانو روپۍ دي، ته د کومې خپلواکي خبره کوې؟

د چرسي بيا کغا شوه: وباسئ دا د پردو غلامان، موږ د هغو خلکو ياران دلته نه غواړو چې  بر او کوز کلي کې د خانانو په خوله خپل کليوال وژني.

له جنجال وروسته خواشينی له جرګې ووت او نورو د منشيانو په ټاکنه کې شور ماشور جوړ کړ. چا ويل همدا ښه دي او چا نه منله. څو کسانو غږ کړ:

تاسې د څلورو منشيانو په ټاکنه سلا نشئ کولی نو د ټول کلي په مشرانو او قانون به څنګه سره سلا شئ! دوی هم له تالاره ووتل.

د جرګې د لومړۍ ورځې په ماښام د اخ و ډب راپور مشر چرسي ته ورسېد او د ځينو ګډونوالو له مقاطعې خبر شو. د راپور په نيمايي کې د مشر چرسي تندی ګونځې شو، خو وروسته يې په ورينه ډنډه خپلو راز شريکو ملګرو ته کړل چې:

ښه شوه جرګه به صفا سُتره زمونږ په واک کې شي.

Related posts