اسماعیل خان: اشرف غني دې “نمایشي“جرګه لغوه کړي

 

عزم (یک شنبه ۸ غویی ۱۳۹۸)
پخواني جهادي مشر اسماعیل خان د کابل حکومت له چارواکو غوښتي چې له لویې مشورتي جرګې تیر شي او پر ځای یې واقعي سولې ته کار پیل کړي.

اسماعیل خان چې نن یې په هرات کې د ثور د ۸ مې ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل، “ زه ویره لرم چې دغه نمایشي جرګه کې داسې څه مطرح نه شي چې د سولې اساس به خدشه دار کړي“
د اسماعیل خان په خبره دا جرګه هیڅ قانوني مشروعیت نلري ځکه چې په وینا یې غوڅ اکثریت سیاسي مشران په کې ګډون نه کوي او دا یې د ضعف یوه لویه نقطه ده.

نوموړي پر حکومت ژغ وکړ چې له دا ډول نمایشي کړنو تیر شي او ژر تر ژره دې له طالبانو سره د یوې بلې بین الافغاني غونډې لپاره مټې را ونغاړي.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله ترڅنګ لسګونو سیاسي مشرانو، ګوندنو، د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو، قومي مخورو او مدني فعالانو دا غونډه تحریم کړې ده .
طالبانو هم له خلکو غوښتي تر څو په دغه غونډه کې له ګډون څخه منصرف شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: