طالبان:لویه جرګه دسیسه ده او ګډونوال یې د واقعي سولې دښمنان دي

 

عزم (یک شنبه ۸ غویی ۱۳۹۸)
طالبانو په یوه اعلامیه کې یوځل بیا د سولې مشورتي جرګه د حکومت د واک د بقاء لپاره دسیسه بللې او ټینګار یې کړی چې دا جرګه د هیواد په خیر نه ده.
طالبانو ویلي، په واقعي جرګو او له هیواد والو سره په تفاهم باور لري خو په وینا یې چې ،

“ د کابل ادارې د یوې برخي لخوا د لوجرګې په نامه پروسه د دې لپاره په کار لویدلې چې د اشغال د خاتمې، واقعي سولې او امن مخه پرې ډب کړي، د څو ناخبره کسانو له احساساتو څخه سوء استفاده وکړي، د سرو او شنو کرښو په مطرح کولو سره د سولې واقعي جریانونه سبوتاژ کړي، له بي واکه ادارې سره د مذاکراتو او اوربند غږ اوچت کړي، د کابل ادارې اوبادارانو له لوري په ملکي هیواد والو له روان ظلم او وحشت څخه عامه اذهان بل لور ته واړوي او د ملت سترګو ته د خاورو شیندلو هڅه وکړي”

طالبانو له افغان اولس، بیلابیلو افغاني اړخونو او سیاسي جریانونوڅخه غوښتي چې د لویې جرګې په نوم “دسیسه“ کې ګډون ونه کړي او زیاته کړې یې ده چې؛

“ټول هیوادوال پوهیږي چې د ثور په نهمه کابل کې د لویې جرګې په نامه نمایشي هڅه د امریکايي غلامانو لخوا په مکرر ډول د ملت غولونې پروسه ده چې په نتیجه کې به يې د بې صلاحیته او پردۍ پاله ادارې د دوام او مشروع ګڼلو هڅه وشي“

طالبانو ټینګار کړی چې “ یاده جرګه د پردیو په غوښتنه د هغو تمثیلي هڅه بولي او د هیوادوالو لخوا مقاطعه ورسره کول هیوادنی او اسلامي مسئولیت ګڼي او څوک چي ګډون پکي کوي هغه د واقعي سولي دښمنان بولي“

د اعلامیې په پای کې ویل شوي چې د یادې جرګې په ګډونوالو به هغه پریکړې په پټو سترګو تائید کیږي چې تر مخه لا ورته لیکل شوې او فیصله شوې دي، چې په ټکو یې “هغه همدا اوس لا د ټول افغان مسلمان ملت لخوا مردودي دي“

د یادونې وړ ده چې سبا دوشنبه د حکومت لخوا د ۳ زرو کسانو په ګډون لویه مشورتي جرګه داسې مهال راغوښتل کیږي، چې غوڅ اکثریت سیاسي احزابو، مخکښو څیرو، مدني فعالانو او قومي مخورو ورسره پریکون کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close