بغلان: خلکو له دریو ولسوالیو د سیمیزو چارواکو د شړلو ګواښ کړی

 

عزم (شنبه ۷ غویی ۱۳۹۸)
وروسته تر هغه چې د ټاکنو کمیسیون د بغلان ولایت د وروستیو پایلو نوملړ اعلان کړ ، په دغه ولایت کې یو شمیر نوماندانو د پراخ اعتراضیه لاریونونه پیل کړي.
لاریونوال وایي، ټاکنو کمیسیون د پیسو په بدل کې وکیلان معرفي کړي او د ولس د رایو ګټونکو ته یې ارزښت نه دی ورکړی.

دغه لاریون هغه مهال په تشنج واوښت چې پولیسو پرې د لارې د بندیدو له امله مخامخ ډزې وکړې ،یو کس یې ځای پرځای وواژه او ۵ نور یې ټپیان کړل.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د وژل شوي کس مسؤلیت نه مني او وایي چې د ماین په چاودنه کې وژل شوی، خو لاریونوال یې د دولتي پولیسو کار بولي.

تازه خبرونه وایی، چې لاریونوالو نن داسې مهال خپل لاریون ته دوام ورکړ، چې کفنونه یې اغوستي وو.

لاریونوال ګواښ کوي چې که دولت یې خبرو ته پام ونه کړي، دوی به د بغلان دریو ولسوالیو سیمیز چارواکي په زور له سیمو وشړي او د ولسوالیو کنترول به په خپل لاس کې واخلي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د کابل حکومت د مشر اشرف غني لخوا د ملي شورا ۱۷ مه تقنیني دوره داسې مهال پرانیستل شوه چې د پکتیا او کابل وکیلانو په کې ګډون نه درلوده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close