طالبان: که امریکا عبرت وانخلي،نو دامپراتوریو په هدیره کې دې دقبر ځای انتخاب کړي

 

عزم (پنج شنبه ۵غویی ۱۳۹۸)
طالبانو یوځل بیا پر امریکا غږ کړی چې له تیر اتلس کلن اشغال چې له ځاني زیان سربیره لوړ مالي زیان ور واوښت، عبرت واخلي او ژر تر ژره دې خپل پوځونه له افغانستان نه ورټول کړي.

طالبانو د “ورځي خبره“ تر عنوان لاندې په خپله ر سمي سرمقاله کې هغې سروې ته کتنه کړې چې په دې وروستیو کې د امریکا د یوې محافظه کارې ټولنې لخوا چې د ټرمپ ملاتړ هم له ځانه سره لري، ترسره شوې؛ چې شاوخوا ۶۰ سلنه پوښتل شوي کسان په کې په دې باور دي چې دوی او کورنیو یې افغانستان کې دجګړې پر مهال ډير کړاو ګاللی او نور بایدهمدا جنګ ختم شي، دوی داهم ویلي چې افغانستنان کې دامریکایي عسکرو پاته کیدل نه ګټه لري او نه هم دامریکا پر امنیت کوم تاثیر اچوي.

طالبانو ویلي؛

“ تاریخ ثابته کړې افغانان مظلوم ،خو زړه ورخلګ دی،نورته دضرر رسولو اراده نه لري، خو که چا ضرر ور رسولی، بیا یې نو پزه په مځکه ورسولولې او توبه یې پرې ایستلې ده. پرون یې روسان او هغه بله ورځ یې انګریزان په ټیټ سر له یوې نړۍ شرمندګۍ سره له خپل ټاټوبي وشړل.“

طالبان وایي، ټرمپ باید دامریکایي ولس او خپلو عسکرو سره ترسره کړې ژمنه پوره کړي، له افغانستانه خپل عسکر ژر ترژره وباسي او دنورو امریکایي عسکرو دمرګ ژوبلې مخه ونیسي .
په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی چې ،

“که امریکا بیا هم له تېر اتلس کلن شتون(اشغال) او تاریخ څخه عبرت وانخلي،نو دامپراتوریو په قبرستان( ګران افغانستان) کې دي ځان ته دقبر ځای انتخاب کړي. “

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close