ننګرهار: د خوږیاڼیو او شېرزادو زرګونه کورنۍ بیا کډه کولو ته مجبوره شوي

عزم(پنجشنبه، ۰۵ غويي ۱۳۹۸): د ننګرهار په خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ د داعش له وېرې بیا کډه کولو ته مجبوره شوي دي.

ځايي خلک وايي، په شېرزادو او خوږیاڼیو کې یو ځل بیا د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتې وېره ده او د دغو جګړو له امله زرګونۍ کورنۍ له سیمې کډه شوي دي.

د بې ځایه شویو کورنیو غړي وايي، د دغو جګړو له امله یې یوازې سرونه خوندي کړي او ډک کورونه یې پرېښي دي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې داعش هڅه کوي چې د خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالۍ ونیسي؛ خو ځايي خلک او طالبان یې پر وړاندې مقاومت کوي.

داعش په ننګرهار کې د دولت په ملاتړ په هغو سیمو کې جګړه کوي، چې طالبان پرې واکمن وي او وروسته یې حکومت ته پرېږدي.

بټي‌کوټ، کوټ، چپرهار، پچیراګام، اچین، هسکه‌مېنه او ګڼې هغه ولسوالۍ  داعش له دې وړاندې سختې ځپلي او اوس یې خوږیاڼیو او شېرزادو ته مخه کړې ده.

دوه کاله وړاندې هم داعش په خوږیاڼیو کې له طالبانو سره سختې نښتې وکړې، چې له امله یې زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close