اګست 24, 2019

كه د دوحې غونډه نه وای ځنډیدلې ؟!

كه د دوحې غونډه نه وای ځنډیدلې ؟!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی
د اپریل په ۱۸ د دوحې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز لخوا په قطر کې د بین الافغاني تفاهم په اړه جوړیدونکې غونډې د ځنډیدو خبر ورکړل شو.
د یاد مرکز مشر سلطان برکات د غونډې د ځنډ په اړه په خپلې صادرې کړې اعلامیې کې داسې ولیکل:
(( په ډیر تاسف سره چې د سولې بین الافغاني کنفرانس چې د دوحې د شخړو او بشري مرستو د مرکز لخوا د اپریل په ۲۰ او ۲۱ نیټه ترسره کیدو ځنډیدلی دی.))
نوموړي په خپلو ټویټونو کې ویلي چې د غونډې د ځنډیدا لامل د هغې اجنډا نه بلکې په هغه کې د ګډونوالو د لیست پر سر اختلاف و چې بالاخره د غونډې د معطلې سبب شو.
تر دې وروسته هم طالبانو او هم ګډ حکومت په خپل وار سره د یادې غونډې د ځنډیدو خبر ورکړ او هر یوه یې د ځڼډ پړه پر مقابل لوري واچوله.
د یادې غونډې په ځنډیدا سره افغانانو د سولې راتلو لپاره یوبل فرصت هم له لاسه ورکړ چې په حقیقت کې ورته لویه ضائعه ګڼل کیږي.
لویه ضائعه ځکه ده چې مونږ هره ورځ په هیواد کې د سلګونوافغانانو د وژنې خبرونه اورو، هغه چانس چې د دغې بدمرغي د له منځه تلوو لامل کیږي هغه مو بیا داسې په لاپروايي له لاسه ووت.
که دا فرصت نه وای ضایع شوی …
تر دوحې غونډې وړاندې په مسکو کې همداسې د بین الافغاني تفاهم یوه ناسته وشوه چې په هغې کې د طالبانو په شمول یو زیات شمیر مطرحو شخصیتونو او د سیاسي جریانونو استازیو برخه برخه لرله.
دا غونډه چې د ګډونوالو په وینا یې په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو یوه تر ټولو بریالۍ غونډه وه د هغې له ګډونوالو اوعامو افغانانو سره دا هیله پیدا کړه چې که د هغې په تعقیب نور هم د افغانانو ترمنځ د دغسي ناستو او غونډو لړۍ وغزول شي کیدای شي له هیواد څخه مو د جګړې د کرغیړنې کمبلې په ټولیدو کې موثر رول ولري.
هماغه و چې د همدې موثریت له امله د مسکوغونډې برخوالو په اتفاق سره د اپریل په میاشت کې د قطر په پلازمینې دوحه کې د بین الافغاني تفاهم دوهمې داډول ناستې پریکړه وکړه.
خو له بده مرغه چې د مسکو او همدا راز دوحې غونډو په اړه د ښاغلي غني نیت له اصلي سره سم نه و.
د مسکو غونډې په اړه یې د هغې له ټول موثریت او اهمیت سره سره وویل چې دا غونډه یواځې مفاهمتي حیثیت لري نه تنفیذي او اجرايي.
او د دوحې غونډې په اړه یې ویل چې هغه که جوړیږي باید د ده له لوري تر مشورتې لويي جرګې وروسته جوړه شي.
خو کله چې د امریکایانو ، خپله د حکومت په منځ او همدا راز د افغاني سیاستوالو زور باندې تیرشو بیايي ورته داسې یولیست برابر کړ چې د هغه ذاتي تشکل خپله د یادې غونډې د سبوتاژ ولو په معنی و.
له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د رسمي مذاکراتو ترڅنګ له هغوی سره د افغان سیاست والو او د هیواد د سیاسي جریانونو استازیو د غه ډول مفاهمتي غونډې او تبادل نظر په هیواد کې د جګړې خاتمې او سولې تحقق ته ښه زمینه سازي کولای شي.
ځکه د دغسي غونډو له لاري د افغان ښکیلو اړخونو ترمنځ تفاهم، یوځای والي او یوبل نزدیکیدو ته لاره هواریږي.
دا چې ګډ حکومت تر ټولو زیات له دې خبرې ځوریږي چې طالبان ولي ورسره خبرې نه کوي، دغه ډول غیر رسمي غونډې د طالبانو او حکومت ترمنځ احتمالي مذاکراتو ته هم د مقدمې او موثرې وسیلې حیثیت لري چې بالاخره به تر امریکايي اشغال وروسته ټول افغانان یوه مشترک تفاهم ته اړباسي.
اوس چې د هیواد د منصفو سیاسي شنونکو په نظر یاده غونډه د ګډ حکومت د مشر ښاغلي غني په هڅو سبوتاژ او وځنډول شوه ، په حقیقت کې په دې کار سره د طالبانو او یاد حکومت ترمنځ د تفاهم او خبرو هغه کمزوری احتمال هم له منځه ولاړ چې دا په هیڅ صورت د سولې په ګټه نه دی.
ځکه هرڅوک چې په هره پلمه د دغسي مقدماتي غونډو مخنیوی کوي او یا هم د هغو د سبو تاژولو لپاره پلمې لټوې هغوی په حقیقت کې نه غواړي افغانان دې د تفاهم پر کمبله سره راټول او یو بل ته د زړه خواله وکړي.
دغه ډول د سولې ضد هڅې په حقیقت کې د جګړې غزولو داسې ناوړه هڅې دي چې افغان ولس ته له بدمرغي، ناورین او تباهي پرته بل هیڅ ګټه نه لري.

Related posts