مې 24, 2019

په کابل کې «محمد علي جناح» روغتون پرانیستل شو

په کابل کې «محمد علي جناح» روغتون پرانیستل شو

عزم(شنبه، ۳۱ وری ۱۳۹۸):په کابل کې د پاکستان په مرسته جوړ شوی روغتون «محمد علي جناح» د ګڼو افغان چارواکو او په کابل کې د پاکستان سفیر له‌خوا پرانیستل شو.

یاد روغتون د کابل په دشت برچي سیمه کې جوړ شوی، چې ټول لګښت یې پاکستان ورکړی دی.

د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د دغه روغتون د پرانیستې پر مهال وویل، حکومت د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ناکام دی او اوس هم ګڼ شمېر افغانان د خپلې درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

ده وویل، اوس هم د پلازمېنې په ګډون ډېری افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او ډېری راوارد شوي درمل بې کیفیته دي، چې ناروغ ته د ښه کېدو پر ځای ګڼې نورې ناروغۍ پیداکوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، د «محمد علي جناح» پر روغتون ۲۴ میلیونه ډالر لګښت شوی، چې وسایل یې مجهز دي، ډاکټران ورته روزل شوي او د نورو ډاکټرانو د روزنې لپاره به یو مهم مرکز وي.

په کابل کې دغه روغتون داسې مهال پرانیستل کېږي، چې اوس هم ګڼ افغانان د خپلې درملنې لپاره پاکستان، هندوستان، ایران، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته ځي.

د روغتیايي برخې کارپوهان دولت د دې له امله ملامتوي، چې په تېرو اتلسو کلونو کې ورسره نړیوالې ټولنې پرېمانه مرستې وکړې؛ خو دوی ټولې شخصي جېبونو ته واچولې.

Related posts