مې 24, 2019

پانګه‌وال: حکومت لا هم د ژوندیو چرګانو واردولو ته اجازه ورکړې

پانګه‌وال: حکومت لا هم د ژوندیو چرګانو واردولو ته اجازه ورکړې

عزم(شنبه، ۳۱ وری ۱۳۹۸): په افغانستان کې د چرګانو د فارمونو د ټولنې مسوولین وايي، اوس‌مهال د چرګانو په برخه کې د ټول هېواد ۹۰ سلنه اړتیاوې پوره کولی شي؛ خو حکومت لا هم له بهرنیو هېوادونو حلال شوي او ژوندي چرګان واردوي، چې دې چارې د دوی کارونه هم ټکني کړي دي.

د چرګانو د غوښو د تولید او روزنې د ټولنې مشر معروف ظریف وايي، افغان پانګه‌والو د چرګانو د روزنې، تولید او غوښې په برخه کې ۹۶۸ میلیونه ډالر پانګه‌ونه کړې، خو حکومت اوس هم د چرګانو پر واردولو بندیز نه دی لګولی.

دی وايي، افغانستان د چرګانو د غوښې کلنۍ اړتیا ۲۹۰زره مټریک ټنه ده، چې ۲۱۹ زره مټریک ټنه غوښه یې په کور دننه تولیدېږي؛ خو حکومت خپلې نیمايي اړتیاوې له بهرنیو هېوادونو پوره کوي.

ظریف ګواښ وکړ، که د چرګانو پر واردولو بندیز ونه لګېږي؛ نو په دغه برخه کې به څوک پانګې اچوونې ته زړه ښه نه کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ، که حکومت له بهرنیو هېوادونو د چرګانو پر واردولو بشپړ بندیز ولګوي، نو په راتلونکو څو کلونو کې به دوی هم د هېواد اړتیا پوره کړي او هم به بهر ته د چرګانو صادرات ولري.

افغانستان ډېری چرګان او د چرګانو غوښې له ایران او پاکستان راواردېږي، چې ډېری وخت یې د کیفیت د خرابولي خبره هم کېږي.

Related posts