اګست 24, 2019

وروستیو اورښتونو په کابل کې د اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو اورښتونو په کابل کې د اوبو کچه لوړه کړې

عزم (شنبه ۳۱ وری ۱۳۹۸)
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، تېر کال واورو او د سږکال پسرلنیو ورښتونو پلازمینه کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه کړې ده.

چارواکي وایي، د دوی ارزونې ښیي چې په ځینو سیمو کې له ۲ تر ۱۲ او ځینو نورو کې  آن تر اتلسو مترونو هم د اوبو کچه لوړه شوې ده .
چارواکي زیاتوي،  داسې سیمې هم شته چې په کې د اوبو کچه یواځې نیم یا یو متر زیاته شوې ده.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وایي، سږني ورښتونه  ۱۶۰ میلی متره ؤ په داسې حال کې چې تیرکال یواځې ۳۷ ملي متره اورښتونه شوي وو چې سږنی کال د تېر کال په تناسب شاوخوا پنځه برابره زیاتوالی ښیي.

شمیرې ښیي چې د کابل په پنځه میلوني وګړییز ښار کې هر کال د اورښتونو له امله ۲۵ میلیونه مټرمکعبه اوبه زېرمه کېږي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۸۷ میلیونه مټرمکعبه اوبه یې بیرته مصرفېږي

Related posts