اګست 24, 2019

  حکومت د سولې کوتره بیا په کاڼو وویشته

  حکومت د سولې کوتره بیا په کاڼو وویشته

خط اول: 

د سولې په تړاو د قطر په پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني خبرو په موخه ترسره کېدونکې غونډه، چې ټاکل شوې وه د اپرېل په ۲۰مه او ۲۱مه وشي، د کنفرانس د ګډونوالو د لیست پر سر د ناندریو له امله لغوه / وځنډول شوه.
د یادې غونډې د تنظیموونکي د شخړو او بشري مرستو د مرکز مشر، سلطان برکات، ویلي چې غونډه د ګډونوالو او استازو پر سر د ”کافي اجماع“ د نه شتون له امله وځنډول شوه.
خو بل خوا، په دې هکله د ارګ اعلامیه وایي چې د خپل ۲۵۰-کسیز لیست پر ځای یې د قطر له لوري ”د ولس له متوازن شمولیت څخه یو بې برخې“ لیست ترلاسه کړ، ”چې دا کار افغان ولس ته د منلو وړ نه و. “
په حقیقت کې، د یادې غونډې ترسره کېدل هغه وخت له ځنډ او خنډ سره مخ شول کله چې ګډ حکومت د دې غونډې د ګډونوالو ۲۵۰-کسیز لیست خپور کړ. که څه هم په دې ډول تفاهمي غونډو کې د دومره شمېر خلکو ګډون غیرعادي دی، خو کابل حکومت بیا هم ټینګار پرې کاوه.
د لیست تر خپرېدو وروسته، د غونډې تنظیموونکو یاد لیست د طالبانو له سیاسي کمېسیون سره شریک کړ، چې د هغوی تر چاڼ وروسته یې نهايي بڼه خپله کړه او خپور شو. د ګډ حکومت له لوري د خپاره شوي لیست زیاتره کسان د حکومت خپل وو، خو په دې نهايي لیست کې د ځینو چارواکو تر څنګ قومي متنفذینو، سیاسي څېرو او په بهر کې د مېشتو افغانانو استازو هم شتون درلود.
خو باالآخره، پر خپل جوړ شوي لیست باندې د کابل حکومت د ټینګار له امله د کنفرانس تنظیموونکو یاده غونډه تر نامعلومې نېټې وځنډوله.
کابل حکومت حکومت له پیله د داسې مهمو بین الافغاني غونډو مخالف و، چې دا مخالفت یې په مسکو کې د لومړي بین الافغاني کنفرانس پر مهال د حکومت مشر اشرف غني په ډاګه بیان کړ، او د دې غونډو د سبوتاژ کولو هڅې یې پیل کړې.
دې غونډې ته د حکومت لخوا د جګړه-خوښو او سوله-ضد کسانو لېږل د داسې غونډو د سبوتاژ کولو ښکاره هڅه ده، چې حکومت دا ځل پکې کامیاب شو.
کابل حکومت داسې مهال د سولې د بین الافغاني خبرو په مخ کې د خنډ اچولو هڅې کوې چې د یوې تازه سروې له مخې نږدې ۷۰٪ افغانان د سولې په برخه کې د حکومت هڅو ته د شک په نظر ګوري. په دې ډول غیرمسؤلانه او بېباکانه چلند سره ښايي دا ګراف نور هم لوړ شي او په دې حساس وخت کې به حکومت خپل مقام او له-پوښتنو-سره-مخ مشروعیت نور هم وبایلي.
بین الافغاني مذاکرات یوه اړتیا ده، خو د دې مذاکراتو په لاره کې خنډونه اچول به جګړه لا اوږده کړي، چې بیا به یې ټول مسؤلیت دې مذاکراتو ته د خنډ اچوونکو پر غاړه وي.

Related posts